اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ غړيو وئېلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه هېواد لپاره مهمه ده٬ سي پېك پروژه كښې دې پسمانده سيمو ته پام لرنه وكړی شي بايد بلوچستان٬فاټا او ګوادر ته د دې زياته ګټه ورسي٬د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ سره به د هېواد معيشت پرمختګ وكړي او پاكستان به سيمه كښې تجارتي مركز جوړ شي۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډھ كښې د پاكستان او چين ترمينځه د لوظ نامې نكاتو پھ حقله پھ تحريك التوا بحث كښې ډاكټر جهانزېب جمالديني ووئيل بايد د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په اړه ايوان د ټولو تفصيلاتو نه خبر كړی شي۔ده ووئيل سي پیك ترمخه دې پسمانده سيمو ته پام لرنه وكړی شي۔سناتور مير كبير ووئيل د سي پېك څوك مخالف نه دې خو پھ دې مونږ څه تحفظات لرو٬ ده ووئېل مونږ دا غوښتنه كوو بايد د سي پیك زياته ګټه ګوادر او بلوچستان ته ورسي۔سناتور اعظم سواتي ووئيل سي پیك يو مهمه پروژه ده او په دې پروژه كښې دې پسمانده سيمو ته پام لرنه وكړی شي
سي پېك پروژه كښې دې پسمانده سيمو ته پام لرنه وكړی شي بايد بلوچستان٬فاټا او ګوادر ته د دې زياته ګټه ورسي
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب