اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي)د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ صلاح اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان هلال احمر چيئرمېن ډاكټر سعيد الهي له د چيئرمېن پھ حېث د درېو كالو نورې مودې پراختيا وركړې ده ۔د نېشنل هېلت سروسز اينډ ريګولېشن وزارت لخوا باضابطه نوټيفيكېشن هم جاري كړی شوې۔د پاكستان هلال احمر له اړخه جاري شوي پريس رېليز له مخې د پاكستان هلال احمر چيئرمېن ډاكټر سعيد الهي خذمات او اقدامات تر نظره ساتلو سره د دريو كلونو لپاره د هلال احمر چيئرمېن غوره كړی شوې ؤه ۔ اولس مشر او وزيراعظم د دې امر څرګندونه كړی چې ډاكټر سعيد الهي د دريو كالو په لنډه موده كښې څنګه هلال احمر متحرك كړی۔راروانو دريو كلونو له به هم د هغه خذمات د پاكستان هر ځاې ته ورسي او دغسې د ځپليو مرسته به وكړی شي
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی