اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن صلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي د قائداعظم د افكارو او نظرياتو ودې له منظمه تګلاره جوړول غواړي دغسې چې د هغه پیغام ټولو طبقو ته ورسي۔دا خبره ده د قائداعظم اكېډمۍ اسلام آباد دفتر څارنې نه پس سټاف سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔عرفان صديقي ووئيل د قائداعظم شخصيت او د هغه ارشادات زمونږ لپاره د لارې مشال دي۔دې خبرې ته اړتيا ده چې ځوانان د قام د بابا سوچ څخه خبر كړی شي ۔ ده ووئېل قائداعظم د جمهوري اقدارو سره سره په ټولنه كښې د ورورولۍ او هر ډول تعصب څخه د پاك پاكستان درس راكړی۔عرفان صديقي د اكېډمي افسرانو او عملې ته تلقين وكړو چې د قائداعظم پھ پېپرز تحقيق روان وساې او داسې كتابونو ته پام لرنه وكړي كوم چې د ماشومانو او ځوانانو فكري تربيت وكړي۔په دې موقع د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن سېكتر عامر حسن او جوائنټ سېكتر سيد جنيد اخلاق هم ده سره ملګري وو
ځوانان د قائداعظم د سوچ څخه خبرول غواړي
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش