اسلام آباد 21ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د مصر خپل هم منصب سامح شكري په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې په موقع ملاقات كړے۔د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې مهال وئيلي دي پاكستان مصر سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔د پاكستان او مصر ترمينځه يو ډول مذهبي٬كلتور او تهذيبي اقدار دا اړيكې لا مستحكمولو لپاره مضبوط بنياد وركوي۔ده ووئيل د پاكستان او مصر ترمينځه د پارليماني٬دفاعي٬تهذيبي او د علمي څانګو دوه اړخيزه مرستې زياتولو پراخا موقعې شته ٬زمونږ په پارليمان كښې پاك-مصر فرينډ شپ ډلې د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني روابط زياتولو لپاره متحرك دي۔
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil