اسلام آباد 26 جنوري(اے پي پي) قامي اسمبلۍ د برېښنا بيعې زياتولو په اړه بحث لپاره د التواء تحريك منظور كړے او وفاقي وزيرانو مخدوم شاه محمود قرېشي او عمر ايوب وئيلي دي چې مونږ په بحث كولو هېڅ اعتراض نه لرو ٬ مونږ به حقائق اولس ته وړاندې كوٶ او په ماضي كښې به ستاسو كارنامې هم اولس ته بيانوو۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته د پيپلز پارټۍ غړي سيد نويد قمر ووئيل د برېښنا بيعه زياته كړې شوې٬ زمونږ ګرځنده قرض هم زيات شوے ٬ په دې هر پاكستانے د پور لاندې ګېر شوے ٬ مونږ غواړو چې په دې چارو دلته بحث وكړې شي۔ ده ووېيل كه مونږ د اولس مسئلې دلته نه پورته كوٶ نو د دې ايوان به د اولس په نظر كښې اهميت ختم شي٬ مونږ د قواعدو له مخې د التواء تحريك وړاندې كول غواړٶ٬ كه دلته موقع رانه كړې شي نو بيا زمونږ نه په سړكونو د احتجاج كولو ګيله ولې كېږي۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل د التواء تحريك د قواعدو له مخې وړاندې كېدې شي٬ بايد د اولس شتونزې دلته پورته كړې شي٬ مونږ غواړو چې مخالفه ډله ايوان ته راشي او دلته په كاروائۍ كښې برخه واخلي نو د التواء تحريكونه به هم واخستلې شي۔ ده ووئيل په ماضي كښې به ډېر معقول تحريكونه سپيكر خپل چېمبر كښې ختمول٬ مونږ به داسې نه كوٶ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل مونږ هېڅ اعتراض نه لرو٬ كه مخالفه ډله ضد كوي نو زمونږ وزيران به هم د دوي هر څه په ډاګه كړي۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل په عمر كوټ كښې ضمني ټاكنې شوي ٫د سندھ حكومت چې كومه ټګي كړې ھغه خلق د جمهوريت پسندۍ خبرې كوي ۔ سيد نويد قمر د برېښنا په بيعه كښې د اضافې پحقله د التواء تحريك وړاندې كولو سره ووئيل دې سره به ګراني زياته شي او ګرځنېده قرض 3.2 ټرېليونه ته رسېدلے او دا پرله پسې زياتېږي۔ده ووئېل د ايوان د معمول کارروائي دې معطل كرې شي او په دې مسئله دې بحث وكړے شي۔ د توان وزير عمر ايوب خان ووئيل مونږ هېڅ اعتراض نه لرو خو مونږ به تاسو ته آئينه مخې ته ږدو۔ دغسې په قامي اسمبلۍ كښې د التواء تحريك منظورولو نه پس سپيكر ووئيل دې بحث لپاره به وخت وروستو ټاكلے شي۔
قامي اسمبلۍ د برېښنا بيعې زياتولو په اړه بحث لپاره د التواء تحريك منظور كړو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ