اسلام آباد۔23جون(اے پی پی) ??اخ??ه وزير شېخ رشيد احمد سره د سوئېلي آسيا لپاره د دولت مشتركه د برتانيې وزيرمملكت لارډ طارق احمد ?? شورو په ورځ ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال په برتانيه كښې د مېشته پاكستانو په مسائلو ٬امنيت٬تجارت او كلتور په څانګو كښې د مرستې او اولسي روابطو زياتولو پشمول د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته د ودې وركولو په چارو خبرې اترې شوي۔دوي د دواړو هېوادونو لپاره د فواجدارۍ انصاف نظام صلاحيت ښه والي او د پاكستان ??اخ??ه چارو وزارت او د برتانيې ??اخ??ه چارو وزارت ترمينځه مرستې لا مستحكم كولو ته صلاح شوي۔دوي د نړيوالو جرائمو مخ نيوي لپاره شريكو هڅو او يو بل سر?? په مرسته كولو زور راوړے ۔وزيرانو د دواړو هېوادونو ترمينځه د مجرمانو ستنولو او سپارلو(هنډ) لوظ نامې ته عملي جامه اچولو لپاره مرستې زياتولو ته هم اتفاق كړے۔دوي د دواړو هېوادونو ترمينځ?? په لوظ نامه كښې په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې٬د لوظ نامې مسوده تياره ده كومه به چې منظورۍ لپاره د وفاقي كابينې په ايجنډا شاملولې شي۔??اخ??ه وزير د برتانيې وزيرمملكت ته ووئيل پاكستان ګڼ شمېر اروپائي هېوادونو سره د وګرو سپارلو(هنډ)په لوظ نامو لاس ليك كړے٬برتانيې سره هم په لوظ نامه د لاس ليك كولو خوښي لرو۔شېخ رشيد ووئيل د بده مرغه د لوظ نامې د نشت والي ګټه پورته كوونكي هائي پروفائل مجرم د وړاندې ن?? په برتانيه كښې پناه اخستې۔ده ووئيل هنډ لوظنامه به د داسې مجرمانو مخ نيوي له مرستياله ثابت شي۔??اخ??ه وزير ووئيل د پاكستان او برتانيې ترمينځه تاريخي اړيكې قائم دي۔ده ووئيل په برتانيه كښې مېشته د 1.6 ملين پاكستانو موجودګي دا اړيكې لا قوي كړي۔لارډ طارق احمد د دورې په مهال په تود هركلي كولو د ??اخ??ه وزير مننه وكړه او په پاكستان كښې يې د موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره د وزيراعظم عمران خان د 10 بېلين سونامي ټري پروژه وستائېله
پاكستان ګڼ شمېر اروپائي هېوادونو سره د وګړو سپارلو (هنډ)په لوظ نامو لاس ليك كړے٬برتانيې سره هم په لوظ نامه د لاس ليك كولو خوښي لرو۔ د داخله وزير شېخ رشيد احمد د برتانيې وزيرمملكت لارډ طارق احمد سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil