اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د اپوزيشن مشکور يو د چا د سازشونو له امله چې نه يوازې د ګوند بلكې اولس كښې تحريك انصاف لپاره د مقبوليت او جوش جذبې نوې چپه راپېدا شوې ، د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه اولسي اجتماع په تحريك انصاف د اولس د باور څرګندونه ده ۔ د نهې په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د سندھ څخه د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو او د ګوند عهدېدارو ليدلي دي ۔ په دې موقع وفاقي وزيران علي حېدر زېدي، فواد حسېن چوهدري او د سندھ ګورنر عمران اسماعيل هم موجود وو۔ په دې مهال وزيراعظم ووئيل پاکستان تحريکِ انصاف په قامي كچه د ګرد هېواد يوازې ګراس روټ لېول ګوند دے، په پيسو اولسي اجتماعات نشي كېدې٬ كله چې اولس د هېواد تقدير بدلولو لپاره راوځي نو اولسي اجتماع د “امر بالمعروف” غوندې وي۔ وزيراعظم ووئيل په تاسو كښې ھغه كسان تر نظره كېږي چا چې ګوند د وركر په توګه جوائن كړے ؤ او نن په ايوانونو كښې د خپلو حلقو نمائندګي كوي، ده ووئېل كله چې د واكمنو نېت پاك وي نو كه هر څومره لوي كورنې يا بهرنۍ سازش وي ناكامه كېږي۔ ملاقات كوٶنكو وزيراعظم ته د پاکستان تحريکِ انصاف د سندھ حقونو د مارچ او په اسلام آباد كښې د ” امر بالمعروف” اولسي اجتماع په تاريخي كاميابۍ مباركي وركړه۔ د دې نه علاوه د وزيراعظم په قيادت د باور څرګندونې كولو سره دوي حکومت ته په پرمختيائي منصوبو، کاميابه خارجه پاليسۍ او د ناموسِ رسالتۖ او اسلاموفوبيا لپاره د وزيراعظم نړيوالو هڅو او په ملګرو ملتونو كښې د قرارداد په منظورۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم ټاكلو نمائندګانو او د ګوند عهدېدارو ته په سندھ كښې د ګژند تنظيم لا مستحکمولو په خاص توګه په ضلعي كچه د ګوند لا قوي كولو سبارښتنې وكړې
وزيراعظم عمران خان سره د سندھ قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو او د ګوند عهدېدارو وليدل
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر