اسلام آباد 02 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند محمد نفيس وئېلي دي چې د هارټ آف اېشيا كنفرنس بنيادي تعلق افغانستان سره دے٬مونږ د افغانستان د اوږدې مودې امن او د دې معاشي استحكام غواړو٬دې لپاره پاكستان هند كښې كېدونكې كنفرنس كښې ګډون كوي ولې چې مستحكم او محفوظ افغانستان پاكستان سره سره د ټولې من??قې په ګټھ دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ يو ټي وي پروګرام ګښې خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د هند د سارك كنفرنس ختمول يو د افسوس وړ عمل دے ولې چې د سارك عمل نيغ پھ نيغه تعلق د من??قې بې وسه اولس سره دې٬هند د سارك كنفرنس ختمولو عمل اولنې نه دې بلكې هند وړاندې هم داسې كړي دي۔د يوې پوښټنې په ځواب ده ووئيل د ټولې منفي پروپ??ګن??ې سره پاكستان يو مثبت كردار ترسره كړې۔د هارټ آف اېشيا كنفرنس كښې به د وزيراعظم سلاحكار سرتاج عزيز د پاكس??ان?? پلاوي مشري كوي۔وياند ووئيل د پاكستان موجوده حكومت خپلو ګاونډيانو سره ښه اړيكې غواړي ولې دا خبره دې هم په ذهن كښې وساتلې شي چې زمونږ صبر او زغم دې زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې په بې وسه اولس د ظلم انتها كړی او په كنټرول لائن تاؤ ت??يخوالې پېدا كولو سره پھ كشميري اولس روان ظلم څخه د نړۍ پام بل پلو كول غواړي۔ده ووئيل ټولې نړۍ ته دا معلومه ده چې د هند او پاكستان ترمينځه څه هم كېږي بنيادي سوب يې كشمير دې۔ده ووئيل وزيراعظم د ملګرو ملتونو پشمول په هر نړيوال فورم د كشمير مسئله پورته كړې۔ده ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې په بې وسه كشميريانو د ظلم او زياتي انتها كوي او په كنټرول لائن تاؤ ت??يخوالې پیدا كولو سره مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د روانو ظلمونو څخه نړيوال پام لرې كول غواړي
مونږ د افغانستان د اوږدې مودې امن او د دې معاشي استحكام غواړو
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر