سراجيوو 21 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف او د بوسنيا هرزېګوينا وزيراعظم ډاكټر ډينس زېوزديك د تجارت٬ دفاع٬ كركيلې او د ټېكسټائل په اړه په مرسته زياتولو صلاح شوي دي ۔ د شورو په ورځ د پاكستان وزيراعظم محمد نواز شريف او د د هغه د بوسنيا هم منصب د وزيرانو كونسل چيئرمېن ډاكټر ډينس زېوزديك پارلمان كښې شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د دواړو هېوادونو شريكې اړيكې لا مستحكمولو لپاره د شريك كميسون جوړولو لپاره عزم څرګند كړو ۔ وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل د بوسنيا هم منصب سر?? په سيمه ايزو او نړيوالو چارو مفصل خبرې شوې۔ پاكستان د بوسنيا هرزېګوينا د اولس پرمختګ او خوشحالې لپاره د هر ډول ممكنه مرستې كولو پوخ عزم لري۔ ده ووئيل د دوستانو او د خېر خواه د ښكلي او تاري??ي ښار سراجيوو دوره ډيره په زړه پورې ده۔ د بوسنيا هرزېګوينا حكومت لخوا پاكستان سر?? اړيكو ته په وده وركولو دوي ته پېرزوېنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل د لوړې كچې پلاوي دورې سر?? به دوه اړخيزه مرسته لا زياته شي۔ ده ووئيل د بوسنيا وزيراعظم سر?? ښې خبرې شوې چې پكښې تجارت٬ سر??ايه كارې٬ دفاع٬ كركيلې او تعليم ته پام لرنه شوې۔ وزيراعظم نواز شريف ووئيل د ملاقات په مهال پاكستان ته د پېښ ت??ان بحران او برېښنا پ?? اړه په مرسته هم خبرې شوې۔ ده ووئيل د پاكستان سندھ صوبه د سكرو پراخا پانګې لري او بوسنيا د هائيډل په څانګه كښې پراخا تجربه لري د كومې څخه چې استفاده كېدې شي۔ ده ووئيل د ملاقات په مهال په پاكستان او بوسنيا كښې د موټروے او هائي وے د انفراسټركچر په پرمختګ او رغونه هم خبرې شوې۔ ده ووئيل بوسنيا كښې د لرګي او ټېكسټائل پېداوارويات دے ۔ ده د بوسنيا حكومت مننه وكړه چا چې پاكستانيان د خپل هېواد ته خپلو مصنوعات ښودلو لپاره رابللي دي۔ ده د سفارتي او سر??اري پاسپورټ لرونكو كسانو لپاره د ويزې بندېز ختمولو په خوښۍ څرګندولو هم د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې شرح نمو په ځانګړې توګه زياته شوې۔ ده ووئيل د بوسنيا كاروباري خلق او تجارتي چېمبرې دې په پاكستان كښې سر??ايه كارې لپاره د ښه ماحول نه استفاده وكړي۔ ده د بوسنيا وزيراعظم ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركولو سر?? ووئيل د پاكستان او بوسنيا دوستي دې عمر له قائم وي۔ د بوسنيا وزيراعظم د وزيراعظم محمد نواز شريف د بوسنيا دورې هركلې سر?? ووئيل پاكستان زمونږ يو مخلص دوست هېواد دے۔ ده په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته كولو او په نړيوالو فورمونو د بوسنيا د خپلواكۍ په تسليمولو د پاكستان مننه وكړه۔ ده ووئيل د معيشت او تجارت په اړه د پاكستان او بوسنيا اړيكې يو نوي پړاؤ ته رسېدلې ۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف سر?? د شريكې ګټې په چارو خبرې شوي٬ِ د كركيلې٬ ټېكسټائل او دفاع پشمول د نورو څانګو مرسته په ګوته كړې شوې۔۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې راتلونكې كال بوسنيا كښې په كېدونكي نندارتون كښې د پاكستان كاروباري پلاوي ګډون وكړي۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف دوره زمونږ د اړيكو لا مستحكم كېدو عكاسي كوي۔
پاكستان د بوسنيا هرزېګوينا د اولس پرمختګ او خوشحالې لپاره د هر ډول ممكنه مرستې كولو كلك عزم لري
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔