ګوادر 05 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي٬په تاريخ كښې په وړومبي ځل كوم حكومت بلوچستان ته پام كوي٬ده دا خبرې د ګل په ورځ په ګوادر كښې د سوئېلي بلوچستان پرمختيائي پیكج د پېشرفت په اړھ د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د پېكج عملي كېدو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ چې پكښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬وفاقي وزيرانو اسد عمر٬مخدوم شاه محمود قرېشي٬فواد چوهدري٬علي زيدي٬زبيده جلال خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف٬د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال٬د سي پیك اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرل عاصم سليم باجوه٬صوبائي وزيرانو او اړوندو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته د حكومت لخوا بلوچستان ته د خاص پام كولو وژن له مخې د بلوچستان د پېكج په پرمختګ تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د بريفنګ په مهال ووئيل شول وفاقي او صوبائي ادارې په ګډه په پېكج د روان كار څارنه كوي او پروژې په ترجيحي بنيادونو باوري كوي۔غونډې ته ووئيل شول د 654 اربه روپو په مجموعي پېكج كښې به د روان مالي كال په مهال 99.38 اربه روپۍ خرڅ كولې شي چې پكښې د ټرانسپورټ او بنيادي ودانۍ٬د پاكو اوبو٬د كركيلې او لائيو سټاك٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬توان٬صنعت او تجارت افرادي قوت٬تعليم او نورې پرمختيائي پروژې شاملې دي۔په پېكج كښې ټول 1100 كلوميټره د سړكونو جوړول شامل دي كوم به چې د بلوچستان د خلثو په تګ راتګ كښې آسانې سره سره د زرعي غلې منډيانو ته په رسولو كښې مهم كردار ترسره كړي٬ په پېكج كښې اوبه ذخيره كولو لپاره د 7 لويو بندونو او د 100 وړو بندونو جوړول هم شامل دي۔د انكرا٬سوات او شادي كور بند به په ګوادر كښې د پاكو اوبو باوري كولو له مرستياله ثابت شي۔د دې نه علاوه د اوبه خور نظام بهترۍ او د كركيلې لپاره د اوبه وركړه به د ايګريكلچر ټرانسفارمېشن پلان په نفاذ كښې مرسته كونكې او د زرعي پېداوار د اضافې سبب وګرځي۔غونډې ته ووئيل شول د پېكج له مخې د اوسنۍ برېښنا وركړه د 12 فيصده نه به 57 فيصد ته رسولې شي۔د ايل پي جي وركړه به هم باوري كولې شي۔غونډې ته ووئيل شول تعليم لپاره د ايسپائر په نوم يوه جامع پروژه پېل كړې شوې چې له مخې يې د ټيلي سكولنګ په لرې سيمو كښې زده كوونكو ته فاصلاتي تعليم وركولې شي۔د دې نه علاوه د وسيله تعليم له مخې 25000 ماشومانو ته تعليم وركولې شي۔په ګوادر او خاران كښې د كېډېټ كالجونو او په تربت٬پشين او خضدار كښې مېرمنو لپاره پوهنتونونه جوړول هم په پروژه كښې شامل دي۔غونډې ته ووئيل شول چ د فاصلاتي تعليم د لارې به 6 لكه 40 زره ماشومان د تعليم څخه استفاده وكړې شي۔د احساس منصوبې له مخې 5 زره كورنيو سره مالي مرسته شوې او نورو 20 زره كورنيو لپاره سروے روانه ده۔وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئېل شول د ډيجيټل پاكستان له مخې به په كېچ٬ګوادر٬چاغي او نوشكي كښې ډيجيټل كنيكټوټي ښه كولې شي٬د لويو لارو په خوا كښې به هائي سپيډ انټرنېټ وركولې شي۔او 35 زره ځوانانو ته به د اګنائيټ پروګرام له مخې د ډيجيټل سكلز وركړه باوري كولې شي۔د صنعت او تجارت په اړه غونډه په ګبد٬مند او چيدګي كښې د شريك بارډ ماركيټس٬وشوك٬ماشكيل او تربت كښې د خرما د پراسيسنګ پلانټس جوړولو ٬د نړيوال معيار له مخې د ماربل صنعتونو٬په خضدار كښې د زيتون د تېلو پلانټ ٬ په ګوادر كښې د كشتۍ بانۍ د صنعت استحكام او جدت او د مائننګ د جديدې مشينرۍ وركولو په پروژو هم خبره كړی شوه۔وزيراعظم په دې موقع ووئيل د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي٬ په تاريخ كښې په وړومبي ځل كوم حكومت د قدرتي وسيلو او صلاحيت لرونكي افرادي قوت سره ډكې صوبې بلوچستان ته پام كوي او دغسې د سړكونو جوړول٬كركيله او صنعتي پرمختګ٬روزګار او د بنيادي آسانيو وركړه باوري كوو۔
د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ٬د سړكونو جوړولو ٬د كركيلې او صنعت پرمختګ٬روزګار او د بنيادي آسانيو وركړه باوري كوو۔د وزيراعظم عمران خان د بلوچستان پرمختيائې پېكچ په اړه څرګندونې
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea