اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) پاکستان نړيوالې ورورولۍ ته وئيلي دي چې هند كښې د مسلمانانو په ضد په رياستي سرپرستۍ كښې كركه خپرونكې تقريرونه٬ د “نسل كشۍ” مطالبې لوړې كچې ته رسېدلې دي٬ نړيواله ورورولي دې د دې كمپائن خاتمې لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ملګرو م??تونو كښې د پاکستان مستقل استازي منير اکرم د دې ډول تقريرونو په ضد د نړيوالې ورځ مناسبت سره په دوېمه ورځ تابيا كړې شوې دستورې ته خپله وېنا كښې ووئيل هند كښې د مسلمانانو په ضد په رياستي سرپرستۍ كښې كركه خپرونكو تقريرونو٬ د نسل كشۍ مطالباتو وبائي شكل اختيار كړے دے۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي بايد په هند كښې د هندو انتها خوښو د اسلاموفوبيا او عيسائي مخالف كمپائن مخنيوي لپاره اقدامات وكړي۔ ده ووئيل پاكستان په دې خبره تشويش لري چې په خاص توګه په نړيواله كچه د زېنو فوبيا٬ نسلي او مذهبي عدم روادارۍ او د اقليتونو په ضد امتيازي سلوك او د تشدد کارروائۍ، د اسلامو فوبيا زياتې شوې پېښو كښې د مسلم كميونټيز او د كسانو په ضد په كركه كښې ډېره اضافه شوې ده۔ ده ووئيل د سږني كال په پېل كښې په يو شمېر اروپائي هېوادونو كښې د قرآن پاك بې حرمتۍ ناوړه پېښې د اسلامو فوبك كركې تازه مثالونه دي۔ د دې نه وړاندې د ملګرو م??تونو د عمومي اسمبلۍ صدر سابا کوروسي د كركې خپرونكو تقريرونو خاتمې لپاره په نورو نړيوالو اقداماتو زو رواړو۔ د دې ورځ پحقله د ملګرو م??تونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش خپل پېغام كښې ووئيل ګرده نړۍ كښې د ملګرو م??تونو دفترې او ډلې ?? لائحې په بنياد په ځائي اېكشن پلان عملدرامد كولو سره د كركجنو تقريرونو م??ابله كوي۔ د كركې خپرونكو تقريرونو په ضد د نړيوالې ورځې د ستورې اهتمام مراکش او د ملګرو م??تونو د نسل كشۍ مخنيوي او تحفظ ذمه وار دفتر كړې و۔ په دې موقع د ملګرو م??تونو عمومي سېكتر د نسل كشۍ مخنيوي پحقله پېغام د ملګرو م??تونو خاص سلاحكار اېلس وېريمونېدريتو ولوستلو
هند كښې د مسلمانانو په ضد په رياستي سرپرستۍ كښې كركه خپرونكي تقريرونه ٬ د نسل كشۍ مطالباتو وبائي شكل اختيار كړے ٬ نړيواله ورورولي دې د دې كمپائن مخنيوي لپاره خپل كردار ولوبوي۔ منير اکرم
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج