واشنګټن 12 جولائي (اے پی پی) امريكا كښې د پاكستان سفير جليل عباس جېلاني وئيلي چې پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زيات ??پل?? شوې هېواد دے او پاكستان د نائن اليون بريدونو كښې ككړ مهم كسان نيولو كښې د امريكا مرسته كړې٬ له دې كبله د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار په اړه د شك شبهې څرګندونې لړۍ دې اوس بند كړې شي۔اے پي پي سره خبرو كښې ده و??ئيل پاكستان د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ كښې د 60 زره څخه د زياتو كسانو قرباني وركړې او خپل معيشت ته ئې د اربونو ډالرو زيان كېدل زغملې دي ولې امريكائي اولس د پاكستان دې قربانو څخه په صحيح توګه خبر كړی شوې نه دې۔د امريكې كانګرېس ټېډپو امريكائي ورځپاڼې يو اېس نيوز ټو ډے كښې خپور شوي يو مضمون كښې د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ ګښې د پاكستان كردار ته د شك په سترګه كتلي۔ ده يو ځلې بيا د خپل دريځ پخلې كولو سره پاكستان لپاره د امريكائي مرستې مخالفت كړی۔ پاكستاني سفير د پاكستان بدنامولو داسې بيانونه او راپورونه د افسوس وړ ګرځولو سره وئېلي دي چې پخوا هم د پاكستان په اړه خپور كړې شوي داسې اطلاعات غلط ثابت شوي۔پاكستاني سفير ووئيل د القاعده لارښود اسامه بن لادن پاكستان كښې موجودګي د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار شكمن جوړولو له د نمونې په توګه وړاندې كولې شي ولې دا حقيقت ثابت شوې چې پاكستان ته د اسامه د موجودګۍ هېڅ علم نه و?? او نه يې پھ دې لړ كښې كومه مرسته كړې
پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زيات ځپلې شوے دے
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria