اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف په هېواد كښې د برېښنا پېداوار د روانو منصوبو په وخت بشپړولو او بيا لپاره په كوټلې منصوبه بندۍ ټېنګار كولو سره وئيلي دي چې اولس لپاره د ارزانې او زياتې برېښنا وركړه باوري كولو سره سره زيات اقتصادي پرمختګت او صنعتي هلو ځلو لپاره د برېښنا د سباٶن حاجتونو لپاره مناسب انتظامات كولو ته اړتيا ده۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې توان لپاره د كابينه كمېټۍ غونډې مشري كولو سره وزيراعظم ووئيل چې حکومت به خپله آئيني موده ترسره كولو نه وړاندې د لوډشېډنګ خاتمې لپاره قام سره كړې لوظ سر ته رسوي۔ ده ووئيل د ك??م ډول تاخير تجزيې او په ټاكل شوې موده كښې د پروژو ترسره كولو لپاره بايد مناسب اقدامات وكړې شي۔ د واپډا چیئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن غونډه كښې د 969 مېګاٶاټ نيلم جهلم پاور پراجېكټ او د 3478 مېګاٶاټ تربېلا فور پراختيا منصوبې پحقله برېفنګ وركولو سره ووئيل د منصوبو په وخت ترسره كولو لپاره يوې تګلار ته حتمي شكل وركړې شوې۔ د واپډا چیئرمېن ووئيل په فروري كال 2018 كښې به د نيلم جهلم د پروژې يو يونټ كار پېل كړي او پاتې به هم په دغه كال كښې فعاله شي۔ د تربېلا پراختيا منصوبې پحقله ده ووئيل د تربېلا فور د وړومبې يونټ په كال 2017 كښې په 14م اګست وزیراعظم پخپلو لاسو پرانستې لپاره تيارولې شي۔ د واپډا چیئرمېن د كاركردګۍ ستائنه كولو سره وزیراعظم د نیلم جهلم او تربېلا پراختيا منصوبې په پېش رفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده د پن برېښنا په منصوبو عملدرآمد كښې په سپېځلتيا باوري كولو ټېنګار وكړو۔ د اوبو او برېښنا سېكتر غونډه د برېښنا د روانو منصوبو د هدفونو نه خبر كړه چې پكښې د توان منصوبې٬ په سكرو چلېدونكې بجلي ګهر او د اېل اېن جي پلانټس شامل دي كومو څخه چه به د كال 2017 په مهال او د مارچ 2018 نه وړاندې په قامي ګرډ كښې برېښنا زياته شي۔ غونډې ته ووئيل شول د 330 مېګاٶاټ سيلۍ او د 980 مېګاٶاټ اتومي توان منصوبو پشمول د زر مېګاٶاټ نه د زياتې برېښنا 9 منصوبې د وزيراعظم پرانستې له تيارې دي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د تهر –مټياري او پورټ قاسم-مټياري ټرانسمېشن لائن منصوبې هم د بنياد تېګې كېښودو لپاره چمتو دي۔ غونډې ته ووئيل شول چې اېل اېن جي پاور پلانټس جوړولو شېډول تيار دے او بهكي كښې پاور پلانټ به د ټاكلې شوې مودې نه وړاندې جوړ كړې شي۔ د اوبو او برېښنا سېكتر په كال 2018 كښې په اوړي كښې د برېښنا طلبت او رسنې جامع جاج وړاندې كولو سره ووئيل مئي كال 2018 كښې به 3000 مېګاٶاټ برېښنا پالتو وي۔ په غونډه كښې د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف، ?? اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد ٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير خواجه سعد ر??يق ٬ د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او نور چارواكي هم موجود وو۔
حکومت به خپله آئيني موده ترسره كولو نه وړاندې د لوډشېډنګ خاتمې لپاره قام سره كړې لوظ سر ته رسوي۔ وزیر اعظم محمد نواز شریف
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات