اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د سي ډي اے چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال علي نواز اعوان د اسلام آباد استاذانو ته اپيل كړې چې ھغوي دې تدريسي عمل جاري وساتي ځكه چې د دوي په سروس سټركچر كښې هېڅ بدلې نه دې شوې٬ ميئر ته يوازې د نګرانۍ اختيار وركړې شوې دې، تعليم لپاره قائمه كمېټۍ هم وئيلي دي چې استاذان دې سكولونه خلاص كړي او د دوي چې كومې معاملې دې په ګډه به ئې حل كړو۔ د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د كورونا له امله دوه كاله د زده كوٶنكو هڅې هم ضائع شوې دي٬ د آرډيننس پحقله حقيقت سره تعلق نه لري۔ ده ووئيل د اسلام آباد استاذان په هړتال دي٬ د هړتال له امله د زده كوٶنكو تدرسي عمل ځپلې شوې دې، ده ووئيل پاکستان تحريک انصاف چې د بدلۍ كوم لوظ كړې ٶ لوکل ګورنمنټ آرډيننس 2021 وړاندې كړې شوې۔ ده ووئيل استاذانو د آرډيننس لوستلو نه غېر هړتال كړې ٬ دوي چې كومې مسئلې لري په ګډه به ئې حل كړو۔ ده ووئيل چې په اېم ټي آئي هم ډاكټرانو تحفظات لرل كوم چې په ګډه حل كړې شوي
استاذان دې تدريسي عمل جاري وساتي٬ د اېكټ پحقله تحفظات حقيقت سره تعلق نه لري. د علي نواز اعوان خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق