اسلام آبا?? 19 ??کتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاك چين اقتصادي راهداري د ګڼو پروژو مجموعه ده او دې سره به هېواد او سيمه كښې څوكالي او پرم??تګ راشي۔ده دا خبره د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د بانك آف چائنه بورډ آف ډائرېكټرز چيئرمېن تيان ګولي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل د پاك چين اړيكې په شريكو اصولو او ګټه اډانه دي٬د امنيت٬تجارت او بنيادي اډانې پرم??تګ كښې پاكستان لپاره د چين ملاتړ رامخې ته كولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان او چين شريك سباؤن لري او د پاكستان او چين اقتصادي راهداري د كوم هم بهرني هېواد سره د تړون تر ټولو لويه پروژه ده۔ده ووئيل پاكستان يو متحرك د بنكارۍ نظام لري ۔د بنكار?? څانګه د پنځو كلونو راهسې كلن اوسط شرح نمو سره پرم??تګ كوي۔وزيراعظم ووئيل د دې سره سره نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كاري٬د نړيوالو سرمايه كارو خوښي هم د بنكارۍ په لړ كښې د سرمايه كارۍ حجم څخه څرګندېږي د كومې مشاهده چې د يو بي اېل٬ كے بي اېل او اېچ بي اېل د اوسني سود څخه كېږي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان بنكار?? څانګه كښې بهرنۍ ملكيت پرله پسې او د ذكر وړ په توګه زيات شوې۔د پاكستان حكومت چائنه ډوېلپمنټ بانك سره د 700 ملينه ډالرو فنانسنګ لوظ نامه كړې كومه چې د چين د بنكارۍ صنعت سره دا ډول وړومبنۍ رابطه ده۔تيان ګولي هېواد پرم??تګ پلو روانولو او د معيشت په بحالۍ د وزيراعظم وژن وستائېلو۔ده د پاكستان فعاله بنكارۍ ستائنې سره ووئيل د پاكستان مالياتي څانګه د نړيوالو سرمايه كارو لپاره ګڼې موقعې وړاندې كوي۔ده ووئيل سي پېك د پاكستان او سيمې وګړيو لپاره د اقتصادي ګټې پروژه ده
پاكستان كښې د بنكارۍ څانګه په كلن اوسط شرح نمو سره پرمختګ كوي
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد