اسلام آباد 17 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سپارښتنه كړې چې د سعودي ډوېلپمنټ فنډ زير التوا د ټولو پرمختيائي پروژو په لار كښې ولاړ خنډان په سمدستي توګه لرې كړئ ۔د سعودي قيادت د اړخه پاكستان ته تل غېر مشروط ملاتړ او مرسته ترلاسه ده۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي ډوېلپمنټ فنډ يو پلاوي سره په څپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ د هغه سره ملاقات كولو۔د سعودي پلاوي مشري د سعودي ډوېلپمنټ فنډ د آشيا جنرل ډائرېكټر سعود اے الشمري كوله۔په دې موقع د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬خاص مرستيال طارق فاطمي او جهانزېب خان٬په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالكي او اړوند سركاري افسران هم موجود وو۔په ملاقات كښې وزيراعظم د سعودي عرب لپاره د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬خاص مرستيال طارق فاطمي او جهانزېب خان پشمول خاص ټاسك فورس ته سپارښتنه وكړه چې د سعودي ډوېلپمنټ فنډ زير التوا د ټولو پرمختيائي پروژو په لار كښې ولاړ خنډان په سمدستي توګه لرې كړئ ۔وزيراعظم د سعودي پلاوي هركلے وكړو او د دې خبرې څرګندونه ئې وكړه چې پاكستان د سعودي عرب وګړو لپاره د دوهم كور دے او پاكستانيان هم سعودي عرب خپل دوهم كور ګڼي۔وزيراعظم د سعودي پلاوي ته پاكستان كښې د شمسي توان په څانګه كښې د سرمايه كارۍ كولو ترغيب وركړو۔وزيراعظم ووئيل سعودي عرب تل په كورني او خارجي محاذ د پاكستان ملګرتيا كړی٬وزيراعظم ووئيل په اوسني سېلاب كښې د تباهۍ مخ نيوي لپاره سعودي عرب د پاكستان مرسته كړې۔ده په دې لړ كښې د خادم الحرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود او د وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په خاص توګه مننه وكړه
وزيراعظم شهباز شريف سره د سعودي ډوېلپمنټ فنډ پلاوي ملاقات
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری