نوشهروفیروز۔ 9 جنوری (اے پی پی) ک??ډیارو كښې د تند رفتاره بس په ټول پلازه ولاړ موټر سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان په ځائې مړه او 4 نور ژوبل شول۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د صوبه سندھ نوشهروفېروز كنډيارو سيمه ??ښې يو تند رفتاره بس په ټول پلازه ولاړ موټر سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او 4 ژوبل شول۔ د رېسكيو ډلو د حق رسېدل??و مړي او ژوبل كسان د كنډيارو روغتون ته رسولې دي۔ پېښې سره مخ شوې كم نصيبه موټر او بس سكھر ته روان وو۔ ??له پېښه د پنجاب بهاولپور لال سوهانرا سيمې ته نزدې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو تند رفتاره ټرك ټرېكټر ټرالي ووهله چې په نتيجه كښې ئې 16 كسان ژوبل شول۔ رېسكيو ډلو ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دا پېښه د سخت دھند له امله رامخې ته شوې ده
مضمون کا ماخذ : رومن دولت