پينډۍ 23 نومبر (اے پی پی) هندي عسكرو وادی نیلم کنټرول لائن سره نزدې د عامو مسافرو بس ??و ایمبولېنس په نښه كړې دي چې په نتيجه كښې ئې 7 مسافر مړه او 7 ژوبل شوې۔ د شورو په ورځ د آئی اېس پی آر لخوا جارې شوي بيان له مخې بس ??و ایمبولېنس د لائن آف کنټرول دھنیال كلي سره نزدې په نښه كړے ش??ے۔ دا ایمبولېنس په بس کښې د ژوبل كسانو طبی مرستې او مړو وړلو لپاره روان وو ۔ د هند عسكر پرله پسې د سیز فائر خلاف ورزی کوي او دغسې د مقبوضه کشمیر په اولس د سختو ظلمونو لړۍ روانه ده ۔ ایمبولېنس په نښه كولو سره هندي عسكرو يو ځل بيا د بشري حقونو د خلاف ورزۍ بدترین مثال جوړ كړې۔ له بلې خوا هندي عسكرو د کنټرول لائن شاہ کوټ، جور، بټل، کریله، باغ، باګسر، هاټ سپرنګز سیکټرو كښې په ډزو او ګوله بارۍ اولسي آبادۍ په نښه كړي دي ۔ پاکستان پوځ د هند چوکی په نښه كوي۔ كومو سیکټرو كښې چې د هندي عسكر اولسې آبادۍ په نښه كوي هلته د ډزو لړۍ روانه ده
هندي پوځ وادی نیلم کنټرول لائن سره نزدې د مسافرو بس او ایمبولېنس په نښه كړې ، 7 مسافر مړه ، 7 ژوبل
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر