پينډۍ 18 مئی (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ وئيلي دي پاك پوځ د ترهه ګرۍ په ضد بلا امتياز كاروائي كوي٬ د ترهه ګرۍ په ضد د موثره عملياتو په سوب اوس پاکستان كښې د ترهه ګرو ژالې نشته، مونږ په جدید تاریخ كښې نه يواځې د ترهه ګرۍ مقابله كړې بلکه مونږ د چپو روح بدل كړې ٬ د ډنډورو باوجود د يو قام په هيڅ پاکستان ترهه ګري رد کړي او دا زمونږ د سماجی او مذهبی اقدارو ښكاره ثبوت دے٬ د نړۍ كوم هم طاقت پاکستان په نړيواله كچه يواځې كولې نشي ٬زمونږ په ګاونډ كښې هند د انتها خو??ۍ په ضد وسله غورزولې ٬ هند كښې كركه زياته شوي ٬ زه د نړۍ تر ټولو ښه او د عزم لرونكې پوځ په سرلښكر كېدو وياړ لرم٬ تيرو ورځو كښې پوځ او پھ خاص توګه زه په نښه كړې شوم ۔ ده د زيارت پھ ورځ جی ایچ کیو كښې د آئی اېس پی آر او ایچ ای سی په اشتراك انتها خوښۍ رد کولو كښې د نوي نسل د کردار په سرخط سیمینار ته خطاب کول??۔ د لوړو زدكړو كمېسون چیئرمېن پروفېسر مختار احمد ٬ د ملټری آپریشنز ډی جی٬ آئی اېس پی آر ډی جی میجر جنرل آصف غفور ٬ لیفټېننټ جنرال عا??م سلیم باجوہ پشمول اعلی پوځي چارواكو د ټول هېواد څخه د 100 څخه زياتو پوهنتونونو وائس چانسلران ٬ سینئر خبريالان او زدكونكي هم پھ دې موقع موجود و??۔ د سیمینار په وړومبني سېشن كښې ډاکټر شعیب سډل د انتها خوښۍ خطرو او فالټ لائن ٬ د اسلامیه كالج پوهنتون پېښور حریم ظفر په مذهبی اړخونو او کالم نګار غازی صلاح الدین د میډیا په کردار ‘ په دويم سېشن كښې ډاکټر فرخ سلیم ‘پروفېسر احمد رفیق اختر د انتها خو??ۍ پھ بيلو اړخونو رڼا واچوله۔ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ دستورې ته په خپل خطاب کښې ووئيل مونږ د يو قام په هيث پھ مړانه د ترهه ګرۍ مقابله كړي ‘ زمونږ وسله والو ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړي قربانۍ وركولو نړۍ له مثال جوړ كړے ‘ زمونږ د دغې کامیابیو اعتراف ټوله نړۍ كوي۔ده ووئيل زه د نړۍ يو ښه او لوظي پوځ په مشرۍ كولو وياړ لرم ٬ زه پھ دې وئيلو ځكه وياړم چې زمونږ پوځ د نړۍ يو ښه پوځ دے۔ سر لښكر ووئېل دا ټول هر څه ستاسو د ملاتړ نه غير ممكن نه وو ‘ تاسو ټول زمونږ سره ولاړ وي۔ ده د ټولنې د ټولو طبقو او پھ خاص توګه د قانون نافذ کونكو ادارو ‘ میډیا د اړخه ملاتړ وستائل??۔ ده ووئيل نن مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ي?? مهم پړاؤ ته رسېدلې يو ‘ د ترهه ګرۍ په ضد لويو عملياتو څخه تير شوو او اوس د ردالفساد عملياتو ترمخه د پاتې خطرو پھ ضد پېچېده او ټارګټډ عمليات كولې شي ‘ مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې د ترهه ګرۍ د اسبابو ازاله او په قامی ایکشن پلان د هغې د روح له مخې عمل وكړې شي ‘ جنرل باجوه ووئېل په دغې اسبابو كښې وړومبۍ انتها خوښې ده خو دا خبره به ياد ساتل وي چې كله چې پوځ د ترهه ګرو سره جنګ كښې بوښت وي نو قانون نافذ کونكې ادارې او ټولنه به هم د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ سره جنګ كوي۔ ده ووئيل د پاکستان 50فیصده څخه زياته آبادی د 25 كلونو څخه د كم عمره خلقو ده ‘ زمونږ سباؤن په دې انحصار كوي۔ سرلښكر ووئيل مونږ پھ يو ګوټپير ولاړ يو ‘ يا خو به مونږ د ځوانانو د صلاحيتونو څخه مستفید كېږو او يا د انتها خو??ۍ په زد د راغليو ځوانانو د لاسه به ستونزو سره مخ كېږ??۔ ده ووئيل كه مونږ د خپل شناخت او اقدارو واضحه تصور خپل كړو نو مونږ به د انتها خو??ۍ پھ اړه يو ښكاره تصور ولرو۔سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ ووئيل د تشدد او انتها خوښۍ مخنيوې مغربي تعریفونه زیاتره محدود دي كومې ته چې هغوي “اسلامی انتها خوښي” وائي ‘ دا غیر منصفانه او خطرناک عمل دے ‘غیر منصفانه ځكه چې انتها خوښي په غلطه توګه د اسلام سره تړلې شي۔۔ ده ووئيل زمونږ پھ ګاونډ كښې هند د انتها خو??ۍ پھ وړاندې تر دې حد بې وسه شوې چې يو نوې روش ئې خپل كړې ‘ هند كښې كركه زياته شوي او دا هلته قامی تشخص مجروح کېږي۔
پاك پوځ د ترهه ګرۍ په ضد بلا امتياز كاروائي كوي
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث