اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان نن د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د مارګله هائي وے د بنياد تيګه كېږدي۔ د وزیراعظم آفس میډیا څانګې لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې کېپیټل ډوېلپمنټ اتھارټی د اېف ډبلیو او په مرسته د اولسي آسانۍ پراجېكټس په لړ كښې د مهمې مارګله هائي وے جوړولو كار پېل كوؤنكې ده۔ په اولني پړاؤ كښې به په بهاره كهو بائي باس كار پېل كړے شي كوم به چې مارګله هائي وے مري روډ سره وتړي۔ د سړك جوړول به د اسلام آباد د پخواني ماسټر پلان له مخې عملي كولې شي او د مارګله هلز نېشنل پارك حفاظت لپاره به ديوال هم جوړولے شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار