اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) امريکې وئيلي دي مونږ له پاكستان سره تجارتي او اقتصادي اړيكو ته د ودې وركولو موقعو څخه ګټه پورته كول پكار ده٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي شراكتداري ضروري ده، هيله ده چې پاكستان به نړيوال سرمايه كار راغب كولو لپاره د اصلاحاتو نفاذ جاري اوساتي۔ پاکستان كښې د امريكې سفارت لخوا د جاري بيان له مخې تجارتي او کاروباري چارو لپاره د امريكې خاص نمائنده دلاور سيد د جولائي د وړومبۍ نيټې څخه د پاكستان د بېلا بېلو ښاريو دوره كړې۔ په دې موقع هغه د بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو سركاري عهدېدارو او كاروباري شخصيات سره ملاقاتونه كړي٬ كومو كښې چې هغه وئيلي مونږ له تجارتي او اقتصادي اړيكو ته د ودې وركولو موقعو څخه ګټه پورته كول پكار ده ۔ د خپلې دورې په مهال دلاور سيد د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي او اقتصادي اړيكې زياتولو لپاره د امريكائي حكومت عزم رامخې ته كړو۔ هغه ووئيل امريكا د كاروباري ماحول بهترۍ لپاره د پاكستان ډاډګيرنه كوي ۔ هغه ووئيل امريكائي كمپنۍ نوې ټېكنالوجي معرفي كولې شي۔ هغه ووئيل هيله ده چې پاكستان به نړيوال سرمايه كار راغب كولو لپاره د اصلاحاتو نفاذ جاري وساتي۔ هغه ووئيل د بورډ آف انويسټمنټ نمائندګانو سره هم ملاقات شوے په كوم كښې چې د دې خبرې جاج اخستلے شوے شو چې امريكا د پاكستان تر ټولو لوي سنګل كنټري ايکسپورټ مارکيټ دے او د پاكستان د غېر ملكي سرمايه كارۍ تر ټولو لويو ذريعو كښې يو دے۔ ده زياته كړه چې مونږ له د دې اصلاحات نه ګټه پورته كول پكار ده او د دې نه هم زياته معاشي اړيكو ته وده وركول پكار ده
مونږ له پاكستان سره تجارتي او اقتصادي اړيكو ته د ودې وركولو موقعو څخه ګټه پورته كول پكار ده ۔ امريکا
مضمون کا ماخذ : ریل رش