اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو لپاره په آئي ټي ووټنګ سسټم د كار ګړندي كولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي د انتخابات د موثره طريقې نشت والي له امله سمندر پورې پاكستانيان په انتخابي عمل كښې برخه نه شي اخستلے ٬دې مقصد لپاره دې د آئي ټي ووټنګ موثر او فل پروف نظام وضعه كړے شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په آئي ټي ووټنګ كښې د راغلې ټېكنالوجيۍ په اړه د ذيلي كمېټۍ د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔صدر ووئيل بهر مېشته پاكستانيان د ترسيلات زر د لارې د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔صدر سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو لپاره په آئي ټي ووټنګ سسټم د كار ګړندي كولو په ضرورت زور راوړولو سره ووئيل د انتخاباتو د موثره طريقې نشت والي له امله سمندر پورې پاكستانيان په انتخابي عمل كښې برخه نه شي اخستلې ٬دې مقصد لپاره دې د آئي ټي ووټنګ موثر او فل پروف نظام وضعه كړے شي او د پوهانو مرسته دې ترلاسه كړی شي او آئي ټي ووټنګ معارفي كولو لپاره دې د مودې ټاكنه وكړی شي۔په غونډه كښې د آئي ټي وزير سيد امين الحق٬ آئي ټي سېكرټري محمد سهيل راج پوت٬د نادرا چيئرمېن خالد لطيف٬د الېكشن كمېشن ډائرېكټر جنرل آئي ټي خضر عزيز او نورو چارواكو او د كمېټۍ غړو ګډون وكړو۔غونډې ته د آئي ټي وزارت او ناردا لخوا بريفنګ هم وركړے شو۔صدر مملكت د انتخابي اصلاحاتو په پېل كولو كښې په ژوره خوښۍ اخستلو د ټاكنو د كميسون كردار وستائېلو۔ده د انټرنېټ ووټنګ په اړه د آئي ټي وزارت او نادرا لخوا تكنيكي مرسته هم وستائېله
د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې په آئي ټي ووټنګ كښې د راغلې ټېكنالوجۍ په اړه د ذيلي قائمه كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی