ملتان 27 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې فېټف يو ټېكنيكل فورم دے د كوم چې هند د سياسي كولو هڅه كوي، د افغانستان څخه د ځواكونو وتلو نه پس هلته د ګډوډې اندېښنه ده او د دې تر ټولو زيات اغېز به په افغانستان وشي، پاكستان هم د دې اغېز سره مخ كېدے شي. د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ جوړولو كار به د روان كال د اګست مياشتې په وړومبې اونۍ كښې پېل كړې شي، مونږ پوسټ آفس نه بلكې بااختيار افسران غواړو. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په ډي سي آفس كښې د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ او پروژو په اړه د غونډې نه پس خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان د فېټف ګرے لسټ ته د مسلم ليګ ن په دور كښې تللې او اوسنې حكومت پاكستان د ګرے لسټ نه ويستلو لپاره هڅې كوي. مونږ د فيټف په اړه په 27 كښې په 26 نكاتو عمل كړے خو سره د دې هم مونږ په وائټ لسټ كښې شامل نه كړے شو. ده ووئيل چې اوس به نړۍ ته پرېكړه كول وي چې فيټف د ټېكنيكل فورم په توګه ساتل دي يا سياسي جوړول دي.
فېټف يو ټېكنيكل فورم دے د كوم چې هند د سياسي كولو هڅه كوي، د افغانستان څخه د ځواكونو وتلو نه پس هلته د ګډوډې اندېښنه ده. د خارجه وزير شاه محمود قريشي خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável