اسلام آباد۔21اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظؔم عمران خان وئيلي دي ځوان كول د اسلامي تاریخ نه خبرولو له به عصري رسنې كارول وي او د روايتي موضوعاتو نه لرې په تاريخي كيسو اساس لرونكې ډرامې او فلمونه به جوړول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه فلمساز شهزاد نواز، ترک پروډیوسر اېمرے کونُک، سید جنېد علی شاہ او ډاكټر كاشف سره خبرو كښې وكړه كومو چې وزيراعظم سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل صلاح الدين ايوبي يو داسې كردار دې د كوم چې لوئيديز هم مثالونه وركوي٬هغه د بېت المقدس تاريخي فتحې نه وروستو د عامې معافۍ اعلان وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د صلاح الدین ایوبي په ژوند سيريز به ځوانانو ته د دې تاريخي كردار په اړه پوهاوې وركړي۔ په ملاقات كښې وزيراعظم د پاكستان او تركيه ترمينځه د صلاح الدين سيريز ګډې منصوبې تفصيلاتو څخه خبر كړې شو۔ په سيريز منصوبه بندي ترسره شوې او د دې شوټنګ به راروان كال اپرېل كښې پېل كړې شي۔
ځوان كول د اسلامي تاریخ نه خبرولو له به عصري رسنې كارول وي٬ د صلاح الدین ایوبي په ژوند سيريز به ځوانانو ته د دې تاريخي كردار په اړه پوهاوې وركړي٬ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : bolão quina