اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي) د وزيراعظم رېليف پیكج 2020 كښې تر 30 جون 2022 د پراختيا منظوري وركړی چې له مخې به ئۍ په ځايې ماركيټونو كښې د زياتې بيعې باوجود په يوټېلټي سټورز د جون د 9مې نېټې څخه يو كلو غوړي په 300 روپۍ ترلاسه كېږي٬ په غونډه كښې د ګلګت شندور سړك پروژې لپاره د 4000 ملين روپو اضافي فنډز پشمول د ځينې وزارتونو او ډويژنونو لپاره د ضمني او تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري هم وركړی شوې۔ د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې وشوه۔پ ه غونډه كښې د خزانې وزيرمملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬د پېټروليم مصنوعاتو وزيرمملكت مصدق ملك٬وفاقي سېكرټريز٬د اېف بي آر چيئرمېن٬د اوګرا چيئرمېن او نورو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د صنعت او پیداوار وزارت لخوا د وزيراعظم رېليف پیكج 2020 كښې پراختيا او په يوټېلټي سټورز كارپورېشن د غوړو د بيعې ټاكنې لپاره يوه سمري وړاندې كړې شوه٬اقتصادي رابطه كمېټۍ په رېليف پېكج 2020 كښې تر 30 جون 2022 د پراختيا منظوري وركړه چې له مخې به ئې په يوټېلټي سټوروز د جون د 9مې نېټې څخه په ځايې ماركيټونو كښې د زياتې بيعې باوجود يو كلو غوړي په 300 روپۍ ترلاسه كېږي۔اي سي سي په دې كړ كښې د يوټېلټي سټورز كارپورېشن لپاره 3 ارب٬ 44 كروړ 76 لكه روپۍ ضمني ګرانټ منظوري هم وركړې۔ په غونډه كښې د هوا بازۍ وزارت لخوا په ليز اخستلې شوي سيلز ټېكس په قسطونو كښې د ادائيګۍ په اړه سمري وړاندې كړې شوه٬غونډې ته ووئيل شو چې پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز 72 مياشتو مودې لپاره په ډرائي ليز 4 اے 320 الوتكې په خپله بيړۍ كښې شاملوي۔په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د 535.8 ملين روپو پشمول د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو د ضمني او تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري هم وركړی شوه
اي سي سي د وزيراعظم رېليف پیكج 2020 كښې تر 30 جون 2022 د پراختيا منظوري وركړه٬په يوټېلټي سټورز به د جون د 9مې نېټې څخه يو كلو غوړي په 300 روپۍ ترلاسه كېږي٬د ګلګت شندور سړك پروژې لپاره د 4000 ملين روپو اضافي فنډز منظوري
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز