اسلام آباد۔15جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د لويې اختر د خوشحالۍ په موقعه د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د قطر امير او ورور اولس ته د زړه له كومي د لويې اختر مباركي وركړه او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د لوي اختر په اهمیت خبرې وکړې كوم چې د قربانۍ، شفقت او یووالي علامت دے۔ دواړو مشرانو د فلسطین د زړورو او مظلومو خلکو په کړاؤنو او ناوړه حالت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او په نړيواله ورورولۍ يۍ زور راوړو چې هغه دې د فلسطين حوالې سره د امن هڅې زياتې كړي او په منطقه كښې دې د تشدد او وينو تويولو مخنوې باوري كړي۔ وزيراعظم او د قطر امير د پاکستان او قطر ترمېنځه د دوستۍ او ورورولۍ په لا مضبوطولو ټينګار وكړو۔ د پاکستان او قطر ترمينځه اړيكې په ګډو اقدارو او متقابل احترام اډانه دي۔ دواړو مشرانو په بېلابېلو برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د لا پیاوړتیا په لارو چارو خبرې وکړې۔ وزيراعظم د تجارت، سرمايه كارۍ او مزدورۍ په څانګو كښې پاكستان لپاره د قطر د مرستې او ملاتړ ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او سوکالۍ د ودې لپاره به په ګډه کار كولو ته دوام ورکولې شي۔ وزيراعظم د پاکستان د رسمي دورې بلنې په قبلولو د قطري امير مننه كولو سره ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان ته د ده د دورې نېټه به ډېر زر وټاكلې شي۔
د وزيراعظم شهباز شريف د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني سره ټيليفوني تماس ٬ د لويې اختر مباركي يۍ وركړه
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا