اسلام آباد 09اګست (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د هېواد سلامتيا په ضد د هند، اسرائيل او اېن ډي اېس سازشونه په ګډه ناكامه كول دي٬ هند او اسرائيل زمونږ امن سره لوبې كول غواړي، د داسو پېښې پحقله داخله وزارت پلټنې بشپړې كړي٬ داخله وزارت ته د وسلې لائسنس وركولو اختيار وركړے شوے ٬ د ممنوعه بور وسلې لائسنس به داخله وزير او د غېر ممنوعه بور لائسنس به داخله سېكرټري جاري كولې شي۔ د ګل په ورځ اسلام آبادكښې خبري كنفرنس تهشېخ رشيد احمد ووئيلپه سي پېك كښې يو خنډ هم نه برداشت كوو ٬ دا د هېواد بد مرغي ده چې اپوزيشن په دې نه پوهېږي چې په راتلونكو شپږو مياشتو كښې په دې منطقه كښې كوم حالات راروان دي۔ وفاقي وزير عزادارانو ته غږوكړو چې ھغوي د عاشورې په موقع د اېن سي او سي په اېس او پيز عمل وكړي۔ ده ووئيل په دريارلسم اګست لال حوېلي كښې د تېرو 40 كالو راهسې هر كال كېدونكےد آزادۍ جشن د حرم الحرام په احترام كښې منسوخ كوم ۔ ده ووئيل د قانون په خلاف ورزۍ به د قانون اطلاق كېږي٬ اسلام آباد كښې امنيت لپاره د دوه زره پوليس اهلكارو د بهرتۍ غوښتنه كوٶ چې پكښې به يو زر اوس او نور د دغې نه پس بهرتي كولې شي۔ ده ووئيل د چين واكسين چې په كومو هېوادونو كښې نه تسليمېږي د ھغوي سفر لپاره په 7 ورځو كښې د سند اجراء له اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل د اي الېون خوړ د 40 فټه نه 18 كوٶنكو په ضد به كاروائي كوٶ٬ د چين سفير سره د ملاقات په اړه ده ووئيل د چين او پاكستان دوستي لازواله ده٬ د چين سفير سره په يوه اونۍ كښې دوه تفصيلي ملاقاتونه شوي۔د سي پېك په لاره كښې به يو خنډ نه برداشت كوٶ٬ سي پېك لپاره ټول قام يو موټے دے٬ څنګه چې ټول قام د كشمير د آزادۍ هلو ځلو ملاتړ كوي دغسې د سي پېك هم كوي۔ ده ووئېل كوم عناصر چې په هېواد كښې د اړي ګړي او د بدنظمۍ خپرونو ناكامه هڅې كوي ٬ هغوي به ناكامه كېږي۔ دمحرم الحرام پحقله ده ووئيل قام ته دا وائيو چې خپله عقيده نه دي پرېښودل او د بل نه دي چېړل٬ د داسو پېښې پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د دې پلټنې داخله وزارت كوي او ادارو دا پلټنې بشپړې كړي خو د دې اعلان به خارجه وزير كوي۔ د افغان سفير لور سره د رامخې ته شوې پېښې پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغان پلاوې تېره ورځ د دلته نه بېرته تللے٬ مونږ دوي په بېلا بېلو سيمو ګرځولي او دوي ته مو ټول رېكارد او فوټېج هم ښودلي۔ د نواز شريف د پاسپورټ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ھغه د پاسپورټ موده په فرورۍ كښې ختمه شوې ٬ ھغه سره دوه لارې دي يا خو دې اپيل وكړي او يا دې سياسي پناه واخلي ځو زما په خيال به ھغه سياسي پناه نه اخلي۔ ده ووئېل د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د ازغن تار لګولو كار تر 96 فيصد بشپړ شوے ٬ د چمن بارډر تړلر كېدو له امله زيات تګ راتګ بند شوے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل داخله وزارت ته د وسلې لائسنس اجراء اختيار ترلاسه شوے ٬ د ممنوعه بور وسلې لائسنس به داخله وزير او د غېر ممنوعه بور لائسنس به داخله سېكرټري جاري كولې شي٬ په دې لړ كښې قواعد او ضوابط مرتب كېږي او دا سختوٶ٬ اولس هم په دې لړ كښې خبرولو ته اړتيا ده٬ كه ضروري وي نو په دې لړكښې به اشتهار هم وركوٶ۔ ده ووئېل د وسلې لائسنسونه به اوس يوازې ټيكس وركوونكو ته وركولې شي٬ ھغه وخت تېر شوے چې كله به يو يو لك د وسلې لائسنسونه جاري كېدل٬ په اسلام آباد كښې د سټريټ كرائم زياتېدو اعتراف كولو سره وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل د دې مخنيوي لپاره د اسلام آباد آئي جي ته هدايات جاري شوې خو دا د ناكو سره هېڅ تعلق نه لري۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به په اسلام آباد كښې د هر ډول بيړني صورتحال مخنيوي لپاره د رېسكيو سروس 1122 لپاره د 20 ګاډو وركولو پرانستهډېره زروكړي٬ اسلام آباد كښې د نورو190 كېمرو لګولو احكامات جاري كړې شوي٬ د ليډيز پوليس نفري زياتولو او هغوي له جديد سهولتونه وركولو لپاره هم اقدامات كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د عمران خان د سياست طرز بهتر دے٬ زه ورسره ولاړ يم٬ څوك چې د عمران خان په ضد سياسي جنګ كوي نو زه به د ھغوي په ضد عمران خان سره ولاړ يم۔
د هېواد سلامتيا په ضد د هند، اسرائيل او اېن ډي اېس سازشونه په ګډه ناكامه كول دي۔ د داخله وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena