اسلام آباد 07 جولائی(اے پی پی)د سي پېك اتهارټي چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)عاصم سليم باجوه وئېلي دي سي پېك فري زون فيز ون كښې د 1200 ملازمتونو موقعې رامخې ته شوي٬د كورونا وائرس وبا د سي پېك لپاره لويې امتحان ؤ كومې څخه چې په كاميابۍ وتلې يوو ٬د ګوادر رپورټ په قامي او ځايې معيشت لويې اثر دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔د سي پیك اتهارټي چيئرمېن عاصم سليم باجوه وئېلي دي زه د سي پېك هرې پروژې څارنه كوم او په آپرېشنل چارو هم زمونږ نظر دے۔ده ووئيل د چين سرمايه كارو په سي پېك پروژو باور كښې كمے نه دے راغلے او نه د سي پیك كار ودرېدلے او نه په قلار شوے۔ده ووئيل د بلوچستان د لوېديز روټس سيمو كښې د روزګار مسئلې دي٬د سي پیك پروژو امنيت ښه دے او كومه پروژه نه ده اودرولې شوې۔ د سي پیك اتهارټي چيئرمېن ووئيل ځينې مسئلې د پولې پورې غاړې څخه دي او د ايران٬افغانستان پوله تر 60 فيصده سيل كړې شوې۔ده ووئيل د چين سرمايه كارۍ سره به ووكېشنل انسټي ټيوټ جوړ كړے شي٬كورونا د سي پېك لپاره لوئې امتحان دے كومې څخه چې مونږ په كاميابۍ سره وتلي يوو۔
سي پېك فري زون فيز ون كښې د 1200 ملازمتونو موقعې رامخې ته شوي٬د چين سرمايه كارۍ څخه به ووكېشنل انسټي ټيوټ جوړ كړے شي۔د سي پېك اتهارټي چيئرمېن
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha