اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف لارښود سنېټر فيصل جاويد وئيلي دي چې پاکستان په 6 مياشتي موده كښې تر ټولو زيات آئي ټي برآمدات هدف ترلاسه كړې۔ د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ووئيل مالي كال 21/22 په مهال تر اوسه زمونږ آئي ټي برآمدات 1.302 اربه ډالره ده كوم چې تير كال دې مودې په مقابله كښې 36 فيصده زيات دې،هيله لرو انشاء اللہ روان مالي كال په مهال به 3.5 اربه ډالره هدف ترلاسه كولو كښې بريالې شو۔ سنېټر فيصل جاويد ووئيل وزيراعظم عمران خان اقتصادي پرمختګ تندولو لپاره برآمدات زياتولو ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل روزګار پيدا کول او نړيوال سرمايه كارو راغب کولو لپاره ټيك زونز جوړوو۔ ده ووئيل نن مونږ په نړۍ كښې دريم تر ټولو لوئ ګيګ اکانومي يو۔
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات