اسلام آباد۔25اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چين ته سي پېك كښې د متبادل راهدارۍ ترلاسه كېدو ګټه رسي ٬ كه د چين د تجارت 5 فيصده برخه هم د پاكستان څخه پیل شي نو پاكستان ته به ډېره ګټه ورسي٬د چين كمپنۍ دې د آئي پي پيز په موډ انرجي پروژه شروع كړي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬ اصلاحات او خاص اقدامات قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې وكړه۔ده ووئيل چين د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو پلان لري او پاكستان ته د خپل چاپېرچل ګټه رسي ٬مونږ د يو لوي ريجن ترمينځه تجارتي مركز جوړېدے شو۔ده ووئيل چين ته په سي پېك كښې د متبادل راهدارۍ ترلاسه كېدو ګټه رسېدې شي٬ د چين د تجارت 5 فيصده برخه هم كه د پاكستان څخه پیل شي نو پاكستان ته به ډېره ګټه ورسي٬د چين كمپنۍ دې د آئي پي پيز په موډ انرجي پروژه شروع كړي۔ده ووئيل د انفراسټركچر پروژو لپاره رعايتي قرض چين وركړے٬د كال 2020 نه 2025 ترمينځه مونږ له صنعتي مرسته پلو تلل وو٬په چين كښې د ليبر ګرانۍ له امله 8 كروړه څخه زياتې د روزګار موقعې راپېدا كېږي۔ده ووئيل د اقتصادي زون تر 2020 جوړېدل پكار وو٬ د بده مرغه مونږ يو هم زون جوړ نه كړے شو۔زمونږ هڅه ده چې د چين سره صنعتي څانګه كښې مرسته زياته كړو۔ده ووئيل د تحريك انصاف په دور كښې د چينائي كمپنو لپاره په ويزو مسئلې راپېدا شوي٬په داسې ماحول كښې به څوك كار وكړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زه د چا پروژه په پي اېس ډي پي كښې نه شم اچولې٬دا سكيمونه په پي اېس ډي پي كښې د شاملولو وخت نه دے۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړي سيد محمود شاه ووئيل زمونږ د سيمې كومه هم منصوبه په پي اېس ډي پي كښې نشته۔په غونډه كښې د اسمبلۍ غړو پشمول د وزارت اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔
د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات قائمه كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری