اسلام آباد۔4 اکتوبر(اے پی پی) د حج انتظامات په لړ كښې حكومت د سعودي عربستان مننه كوو۔ دا خبره د مذهبي چار?? وفاقي وزير انیق احمد په پاكستان كښې سفير نواف سعيد المالي او د رابطه عالم اسلامي ريجنل ډائرېكټر سعد الحارثي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې و??ړه?? د تفصیلات له مخې د مذهبي چار?? وفاقي وزير دواړو لارښودو سره د ملاقات په مهال د راتلونكي حج په انتظامات او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه و??ړه?? وفاقي وزير ووئيل زما د سعودي عربستان اوسنۍ دوره كاميابه وه ٬ د راروان حج په مهال به پاكستانو ح??جي??نو صاحبانو ته لا غوره آسانۍ وركولې شي٬ د پاك پروردګار په فضل كراچۍ په روډ ټو مكه پراجېكټ كښې شامل كړې شوې ۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې مجوزہ سیرت میوزیم جوړېدل به يو انقلابي ګام وي۔ ده ووئيل د رابطه عالم اسلامي عمومي سېكتر ډاكټر عبد الكريم العيسی به د نومبر په 15 مه نېټه د سيرت ميوزيم د بنياد تي??ه كېږدي۔ سعودی سفیر نواف سعید المالکی ووئيل د راروان حج په مهال به ح??جي??نو ته وركړې كېدونكې آسانۍ لا زياتولې شي۔ ده ووئيل ګردې نړۍ څخه 7 هېوادونه په روډ ټو مكه پراجېكټ كښې شامل كړے شوي او پاكستان هم په دې هېوادونو كښې شامل دے۔ سعد الحارثي ووئيل سیرت میوزیم به اسلام آباد كښې په 8 زره سکوائر میټر رقبه جوړولې شي او په راروانه مياشت كښې به د دې د بنياد تي??ه اېښودلې شي۔
وفاقي وزير انيق احمد سره د سعودي سفير نواف سعيد المالكي او د رابطه عالم اسلامي ريجنل ډائرېكټر سعد الحارثي ملاقات ٬ د راتلونكي حج په انتظامات ٬ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی