اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شريں مزاري وئيلي دي حكومت د كوچنيانو د حقونو تحفظ او په دوي د مشقت كارونو د ټولو شكلونو ختمولو لپاره د خپل لوظ پخلے كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغې د زيارت په ورځ د چائلډ لېبر نړيوالې ورځې په مهال د اعتزاز حسن چائلډ پروټېکشن انسټی ټیوټ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د بشري حقونو وفاقي سېكرټري انعام الله خان هم موجود ؤ۔ اسلام آباد كښې جوړ شوے دا انسټیټیوټ د بشري حقونو وزارت هڅو په نتيجه كښې منظور شوے كوم چې د اسلام آباد کېپیټل ټېرېټری چائلډ پروټېکشن اېکټ 2018 ترسېوري لاندې جوړ كړے شوے۔ د دې مقصد كوچنيان هر ډول جسماني يا ذهني تشدد ٬ بدسلوکۍ نه ساتل دي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزيرې ووئيل د كوچنيانو حقونه باوري كول د اوسني حكومت تر ټولو وړومبنۍ ترجيح ده۔ دا اداره به سټریټ چلډرن ، مشقت سره د مخ شوو كوچنيانو ، بې دركه شوو او لا وارثه كوچنيانو ته تحفظ وركوي۔ دغسې د كوچنيانو د قاچاق مخنيوې به كوي۔ وفاقي وزيرې د پاكستان آئين كښې د كوچنيانو د حقونو تحفظ په اړه د حكومت اوسني ګامونه په ډاګه كړل۔ هغې ووئيل د بشري حقونو وزارت تر سېوري لاندې يو قامي هېلپ لائن 1099 هم جوړ كړے شوے۔ د دې هېلپ لائن مقصد ګرد پاكستان كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو ازاله كول دي۔ دستورې ته وفاقي سېكرټري انعام الله خان هم خطاب وكړو۔ هغه ووئيل دا نوے چائلډ پروټېکشن انسټی ټیوټ د پاكستانو كوچنيانو حقونو لپاره د روانو تلپاتې هلو حلو پلو يو بل مهم ګام دے
حكومت د كوچنيانو د حقونو تحفظ لپاره د خپل عزم پخلے كوي۔ د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شريں مزاري دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado