اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سنېټر ډاكټر شهزاد وسيم وئيلي دي چې حكومت په ګرانۍ قابو موندلو لپاره د لنډې مودې او اوږدې مودې اقدامات كوي، وګړو له چھت او چھتري دواړه وركوو،د خپلو ذمه وارو څخه غافله نه يو،نړيوال ماركيټ كښې تيلو بيعه 40 ډالره څخه 85 ډالره ته رسيدلې،ټوله نړۍ كښې ګراني ده، حكومت چې څومره بوجھ پورته كولې شي هغه به پورته كوي، په پټروليم مصنوعات اوس هم 35 روپۍ يو ليټر حكومت پخپله زغمي دغسې په اولس كم نه كم بوجھ اچولې شوې، اولس د ګرانۍ څخه بچ كولو لپاره د هېواد په تاريخ كښې لوئ پيكج وركړې دې، اپوزېشن د رښتيا اوريدلو حوصله نه كوي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سنېټر سيد يوسف رضا ګيلاني او سنېټر مشتاق احمد د اعتراض په نكته په ځواب كښې د حكومتي ډلې مشر ووئيل كوم هم حكومت لپاره بيعې زياتول څه ښه پريكړه نه وي،نړۍ كښې د تيلو بيعه 100 فيصده زياته شوې، پاكستان كښې يواځې 30 فيصده زياته شوي، نړيواله منډۍ كښې د تيلو بيعه 40 ډالره څخه 85 ډالره ته رسيدلې او په نړۍ كښې د سپلائي چين بحران دې، حكومت چې څومره بوجھ پوريه كولې شي هغه پورته كوي دغسې چې په اولس د بيعو زيات اثرات رانشي، 35 روپۍ يو ليټر اوس هم حكومت پخپله زغمي، كوويډ نه پس نړۍ كښې چې كوم صورتحال جوړ شوې او پام آئل، ايل اين جي او نور مصنوعات مونږ درآمد كوو او د دې څيزونو درآمد كول زمونږ مجبوري ده خو حكومت د خپلو ذمه وارو څخه غافل نه دې او د ګرانۍ څخه اولس بچ كولو لپاره بېل اقدامات كوي۔
حكومت په ګرانۍ قابو موندلو لپاره د لنډې مودې او اوږدې مودې اقدامات كوي، وګړو له چھت او چھتري دواړه به وركولې شي، د خپلو ذمه وارو څخه غافله نه يو، سنېټر ډاكټر شهزاد وسيم
مضمون کا ماخذ : números quina hoje