اسلام آباد 04 جنوری(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د جمو او كشمير شخړه دې د ملګرو ملتونو په څارنه كښې د آزاد او منصفانه رائے شميرنې په جمهوري طريقه حل كړې شي٬په مقبوضه جمو كشمير كښې كشميريان د كورونا وبا په تناظر كښې دوه قسمه لاك ډاؤن سره مخ دي٬په مقبوضه كشمير كښې د هندي د رياستي ترهه ګرۍ په اړه به د نړيوالې ټولنې د ګمراه كولو هڅې كاميابې نشي۔ده دا خبرې د جنورۍ د پنځمې نېټې د خپلواكۍ د حق ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې۔ده ووئيل چې د جنورۍ په پنځمه نېټه كال 1949 كښې د پاكستان او هند په اړه د ملګرو ملتونو كمېشن يو قرارداد وړاندې كړو چې پكښې په جمو او كشمير كښې د رائے شمېرنې ضمانت وركړې شوې٬نن د ملګرو ملتونو د دې لوظ 73 كاله ترسره شوي۔ د جمو او كشمير شخړه دې د ملګرو ملتونو په څارنه كښې د آزاد او منصفانه رائے شميرنې په جمهوري طريقه حل كړې شي۔ده ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې كشميريان د خپلواكۍ د حق ورځ لمانځي چې مقصد يې د نړيوالې ټولنې پام د مقبوضه كشمير اولس سره د كړي لوظ د حقيقت په پلو راګرځول دي كوم چې تر نن نه دې پوره شوې۔په دې سختو 7 لسيزو كښې د كشميريانو درې نسلونو د هند د غاصب ځواكونو د لاسه تكليفونه زغملي كوم چې د ملګرو ملتونو د لوظ عملي كېدو په انتظار دي٬ 70 كاله شوي خو هند د خپلو لوظونو نه انكار كړې او دا مسئله تراوسه حل طلب ده۔ده ووئيل چې د اګست په پنځمه نېټه كال 2019م كښې د غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام د لارې په مقبوضه كشمير كښې د يرې ترهې فضا پېدا كړې شوه٬هند د نوي ډوميسائل قوانين نافذ كړل او د زمكې په ملكيتي قوانينو كښې يې ترميم وكړو چې مقصد يې د مقبوضه سيمې د آبادۍ تناسب بدلول دي او دا د ملګرو ملتونو د منشور٬د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو او د جېنوا كنونشن پشمول د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ده ووئيل چې د لاك ډاؤن او كورونا له امله په مقبوضه كشمير كښې د 9 ارب ډالرو د معاشي زيان اندازه لګولې شوې٬د هندي ځواكونو لخوا د ماورائے عدالت قتل٬د جعلي مقابلو پشمول سخت ظلمونه روان دي۔ده ووئيل چې پاكستان د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه كوي چې هغه په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سختو سرغړونو د هند احتساب وكړي او د كشمير شخړې پائيدار او سوله ايز حل لپاره خپل كردار ترسره كړي۔پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د هڅو هر ممكنه ملاتړ روان ساتي
د صدر مملكت د جنورۍ د پنځمې نېټې د خپلواكۍ د حق ورځې په موقع پیغام
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ