فېصل آباد 09 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ټولنه د قانون سرلوړۍ او حاكميت سره پرمختګ كوي٬ پاكستان د لويو غلو ن سزا كېدو د لاسه تباه شوې، په ماضي كښې كرپټ واكمنو اولس د صحت غوندې بنيادي سهولتونو څخه هم محروم ساتلې٬ خپل ځان له ئې جلا پاكستان جوړ كړې او د ټوخي درملنې له به دبئۍ٬ امريكا او لندن ته تلل٬ د پاكستان جوړولو مقصد دا نه دې چې د ټاټا او برلا په ځايې شريف او زرداري راشي، تر 30 كالو په هېواد حكمراني كوٶنكي او اولس د دوي د حقونو څخه محروم ساتونكي ټول لويې ډاكوان نن زما په ضد راغونډ شوې دي، زه په هېواد كښې د قانون د سرلوړۍ جنګ كوم٬ د كرپټ مافيا مقابلې له راغلې يم او دا قبضه ګرې ډلې او ظالمان به د قانون ماتحت كوم، په دا سبب زما نه وېره كوي او غواړي چې زما حكومت زر ختم شي خو پاكستان اوس په سمه لاره روان شوې او زمونږ حكومت داسې نظام وړاندې كوي چې پكښې به يو طاقتور د كمزوي حق ونه وهلې شي ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د شورو په ورځ په فېصل آباد ډويِژن كښې د نوي پاكستان قامي صحت كارډ اجراء دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د پنجاب وزيراعلی سردار عثمان بزدار، وفاقي وزيران اسد عمر، شفقت محمود، د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب، د وزيراعظم خاص مرستيال شهباز ګل، د پنجاب د صحت وزيره ډاکټر ياسمين راشد او نور هم موجود وو
ټولنه د قانون سرلوړۍ او حاكميت سره پرمختګ كوي وزيراعظم
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino