نیویارک۔22ستمبر(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر وئيلي دي پاکستان د اقليتونو د حقوقو تحفظ او ودې ته زيات اهميت ورکوي، د هغوي د حقونو د پاکستان په آئين کښې تحفظ شوے او عدليې برقرار ساتلې دي۔ د بهرنیو چارو وزیرې دا څرګندونې په نیویارک کښې د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکې سفیر رشاد حسین سره د ليدلو په مهال وکړې۔ دې ووئيل د پاكستان پارليمان د اقليتونو په شمول د ټولو وګړو د بشري حقونو تحفظ په جدي توګه اخلي۔ مذهبي تنوع د پاکستان قوت دے او مذهبي اقلیتونه د پاکستان په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کښې مهم رول لوبوي او په پارلمان، عدليه او خدمات کښې نمايندګي لري، په شعوري ډول هڅې روانې دي چې په سياسي توګه دوي يو ځائې كړې شي او د دوي نمائندګي زياته كړې شي۔ د بهرنیو چارو وزیرې ووئیل په هند کښې دې زیاتېدونکے عدم برداشت، انتها خوښي او اقلیتونو سره ظلم او د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي كشمير كښې د كشميري په ضد روان زور زياتے نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه امريكا لپاره د سختې اندېښنې سبب وګرځي۔ رشاد حسېن په پاكستان د سېلاب د لاسه په شوي زيات زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده مذهبي آزادۍ سره په اړوندو چارو امريكا سره د پاكستان د پرله پسې تړون ستائنه هم وكړه
پاكستان د اقليتونو د حقونو تحفظ او ودې ته زيات اهميت وركوي ۔ د بهرنيو چارو وزيرې حنا ربانی کھر مذهبي آزادۍ لپاره د امريكې سفير سره خبرې
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ