اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) د پاکستان تحریک انصاف (پی ټی آئی) پارليماني غړو په اسلامي نړۍ٬ د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) او ملګرو ملتونو (یو اېن او) زور راوړے دے چې هغوي دې په تش لاسې فلسطيني اولس د اسرائيلي ظلم او زياتي مخنيوي له عملي ګامونه پورته كړي۔ وخت راغلے چې اسلامي نړۍ يو موټي شي او د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيلي بربريت حوالې سره متفقه دريځ خپل كړي۔ د خالي په ورځ پي ټي وي سره خبرو كښې د تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړې عاليه حمزه ملك ووئيل پاکستان اسلامي نړۍ ته پېښې مسئلې په ګوته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ مونږ ته په خپله مشرتابه وياړ دے كومه چې په نړيواله كچه فلسطيني او كشميري اولس لپاره غږ پورته كوي۔ د حماس او اسرائیل ترمينځھ د ډز بندۍ لوظنامې كېدل د پاكستان او د نورو ملګرو هېوادونو كاميابي ده۔ د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ يوې بلې غړې ډاكټر سيمي بخاري ووئيل د كشمير او فلسطين په اړه د پاكستان دريځ ښكاره دے۔ د قامي اسمبلۍ غړې عاصمه قادري ووئيل د پاكستان د هڅو په نتيجه كښې ملګرو ملتونو د فلسطين په اړه بېړنۍ غونډه راوبلله او دا د وزيراعظم عمران خان او د هغه د حكومت تاريخي كاميابي ده۔ د تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي عبد الاكبر چترالي ووئيل اسلامي نړۍ لپاره د كشمير او فلسطين مسئله ډېره مهمه ده او ددې حل كېدو نه غېر نړۍ كښې تل پاتې امن په ځائې كېدې نه شي۔
وخت راغلے چې اسلامي نړۍ يو موټي شي او د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيلي بربريت حوالې سره متفقه دريځ خپل كړي۔ د پي ټي آئي پارليماني غړي
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná