اسلام آباد 14 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾ د اسلامي جمهوريه ايران د وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف محمد باقري په نيول هېډكوارټرز اسلام آباد كښې چيف آف دي نيول سټاف اېډمرل محمد امجد خان نيازي سره ملاقات كړے ۔نيول هېډكوارټرز ته په رسېدو نيول چيف د خاص مېلمه هركلے وكړو۔د پاك بحريه چټك ډلې د اسلامي جمهوريه ايران وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف ته سلامي وړاندې وكړه۔ د خاص مېلمه په نيول هېډكوارټرز كښې د پرنسپل سټاف افسرانو سره تعارف وكړے شو ۔د پاك بحريه وياند له مخې د دې نه پس ميجر جنرل باقري چيف آف دي نيول سټاف سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو چرته چې په دوه اړخيزه بحري مرستې زياتولو او د منطقې په موجوده بحري صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دغسې د دواړو سمندري ځواكونو ترمينځه د مرستې په بېلو اړخونو هم خبرې وشوې۔د اسلامي جمهوريه ايران د وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف د منطقې شريك سمندري امنيت لپاره د پاك بحريه هڅې وستائېلې۔هيله ده چې دا دوره به د دواړو سمندري ځواكونو ترمينځه دوه اړخيزه مرسته لا مستحكمه كړي
د اسلامي جمهوريه ايران د وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف د نيول هېډكوارټرز دوره ٬د بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل