اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې نااهل سياستدانانو سياست كاروباري ګټې ترلاسه كولو لپاره كارولې، شهباز شريف د وزيراعلٰی په حېث د زامن ملكيت شوګر مل ته ګټه رسولې، ن ليګ په چينې په پنځه كاله كښې 29 اربه روپې سبسډي وركړې، د سبسډې په نوم ذاتي كاروبار ته ګټه رسول شوې او د اولس د جيبونو نه اربونه روپې ويستل شوې دي. د خالي په ورځ د شهباز شريف په بيان په خپل غبرګون كښې ده ووئيل چې د لسيزو څخه د اولس د جېب د شوكې لړې عمران خان شوګر رپورټ عام كولو سره ودرولې. نااهلو د كروندګرو استحصال كړے. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان كركيلې او د كروندګرو خېر ښېګړې لپاره اقدامات كړي دي. هرې يوې كليوالې كورنۍ ته كروندې لپاره يو نيم لك روپې قرض وركولې شي. كروندګرو ته ټرېكټر او زرعي الات اخستلو لپاره دوه لكه روپې د سود نه بغېر وركړې شوې. د وزيراعظم د اېګريكلچر اېمرجنسي پروګرام له مخې پنځو كلونو لپاره تقريباً 65 اربه روپې بېلې كړې شوې دي. سږ كال د غنمو پېداوار د 2 مليونه ټن اضافې سره 27.3 مليونه ټن و. د الو او پياز ريكارډ پېداوار شوے، د الو په برآمد كښې 28 فيصده اضافه شوې ده.
نااهل سياستدانانو سياست كاروباري ګټې ترلاسه كولو لپاره كارولې. شهباز ګل
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل