اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) د كروټ هائيډرو پاور سټېشن 95 فيصده تعميراتي كار بشپړ شوې دې٬ کروټ هائیډرو پاور پراجېکټ څخه به 720 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كړې شي ، د دې منصوبې بشپړ كېدو سره به د 50 لكه آبادۍ ته کلین اېنډ ګرین انرجی رسول باوري كړې شي۔ د سی پېک اتھارټي چارواكو لمخې 6 كاله تعميراتي سفر نه وروستو دا منصوبه بالآخر ډائيورشن ګېټس بندولو كښې كاميابه شوې او دې اوبو ذخيره كول پېل كړې دي۔ دا پاور پلانټ په جهلم سيند جوړ كړې شوې۔ د 720 میګاواټ استعداد سره دا پلانټ هر كال 3 اربه كلو واټ آور څخه زيات پاك توان پېدا كولې شي۔ چائنا تھري ګارجز کارپورېشن نومې چيني انټرپرائز په دې منصوبه كښې د 1.7 اربه ډالرو سرمايه كړې ده۔ د چارواكو لمخې دا منصوبه به د راروان كال په اپرېل مياشت كښې ترسره شي۔ دې منصوبه كښې د ځائي نېغ په نېغه ملازمينو شمېره 5000 ده۔
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا