اسلام آباد 01 دسمبر(اے پی پی) وفاقي وزير سيد امين الحق سره پاكستان كښې د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن د شورو په ورځ ليدلې دي۔د آئي ټي وفاقي وزير د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر ته خپل دفتر ته په راتګ هركلے اووئې او په ملاقات كښې د كينكټوټي او اي-ګورننس په چارو خبرې وشوې۔په دې موقع د آئي ټي سېكرټري ډاكټر سهيل راجپور هم موجود ؤ ۔د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكټر سره په خبرو كښې د آئي ټي وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل د ډيجيټل پاكستان وژن له مخې هېواد كښې د ډيجيټل تقسيم خاتمې لپاره عزم لرو٬لرې پرتو او پسمانده سيمو كښې براډبينډ سروسز وركولو لپاره اقدامات كوو٬د پاكستان په آئي ټي سېكټر كښې بې شمېره صلاحيت موجود دے ٬ ده ووئېل د ټېكنالوجي په سېكټر كښې د كار استعداد په زياتوالي كښې نړيوال بېنك مهم كردار لري ۔په دې موقع د بانك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن د ډيجيټلائزېشن او كينكټوټي لپاره د آئي ټي وزارت اقدامات وستائېل۔په ملاقات كښې د آئي ټي وزارت سينئر افسران هم موجود وو
وفاقي وزير سيد امين الحق سره پاكستان كښې د ورلډ بېنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن وليدل
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا