اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي حکومت په مسجد نبويۖ كښې د ناوړه ژبو كاروٶنكو په ضد كاروائۍ كښې لپاره د سعودي حكومت ته درخواست كونكے دے٬ معلومه شوې چې په سعودي كښې د دې كسانو په ضد كاروائي كېدونكې ده ٬ دا پېښه ناڅاپه نه د رامخې ته شوې بلكې پي ټي آئي د دې د وړاندې نه منصوبه بنده كړې وه، زمونږ د حوصلو او د استقامت دې نور امتحان وانغستلے شي،د عمران خان بيانيه دهوكه ده ٬ ھغه په هېواد كښې اړے ګړے راپېدا كوي، عمران خان چې په پاٶ كم څلورو كالو كښې څه كړي د ھغې به دوي له حساب وركول وي، د واړه اختر نه پس په پنجاب كښې د جلسو پروګرام ترتيب كوٶ ٬ د عمران خان بيانيه به هم مسترد كوٶ او د دې په مقابل كښې چې څه رښتيا وې ھغه به رامخې ته كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه داخله وزير رانا ثناالله د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې د وزيراعظم سلاحكار قمر زمان کائره سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل تېره ورځ په روز روضه رسولۖ رامخې ته شوې ناوړه پېښه د غندنې وړ ده ٬ ټول قام په دې شرم محسوس كړے ٬ په مقدس ځاے كښې د جهالت څرګندونه شوې٬ د قام سر د شرم نه ټيټ شوے۔ ده ووئيل چرته چې په زوره ساه اخستل منع دي ھلته ناوړه حركت شوے، دا پېښه داسې نه ده رامخې ته شوې ٬ د دې په شا پخوانې وزيراعظم عمران خان او پخوانے داخله وزير شيخ رشيد دواړه دي ،ده ووئېل د دې باقاعده منصوبه بندي شوې٬ د جهلم كس وائي چې د دوي به د كور نه وتل ګران شي٬ حالانكه مونږ خو د كورونو نه بهر مقدمو سره مخې ته شوې يو،زمونږ په خلاف د مرګ سزا كيسونه جوړ شوي٬ هر يو ګوند له دوه سوه كسان راويستل ګران كار نه دے ٬ ده ووئېل مونږ ته د شيدا ټلي ټلۍ غږول ګرانه نه ده خو دغسې ډول پېښو سره سياست بلخوا روانېږي، ده ووئېل په ما د مسلم ليګ ن پنجاب صدر په حېث ډېر فشار راغلے ٶ خو ما كاركنان منع كړل٬ مونږ به نه مخكښې كېږو خو تر كومې به صبر كوو ٬ داخله وزير ووئيل حکومت په مسجد نبويۖ كښې د ناوړه ژبو كاروٶنكو په ضد كاروائۍ كښې لپاره د سعودي حكومت ته درخواست كونكے دے ٬ د سي سي ټي وي كېمرو څخه د ككړو كسانو به شناخت كولې شي او پاكستان ته به رالېږلې شي، دغسې چې د هغوي په ضد دلته هم كاروائي وشي او مقدمې درج شي ځكه چې د هغوي حركت سره د پاكستاني اولس مذهبي جذبات ته زيان رسېدلے
حکومت په مسجد نبويۖ كښې د ناوړه ژبو كاروٶنكو په ضد كاروائۍ لپاره د سعودي حكومت ته درخواست كونكے دے۔ د داخله وزير رانا ثناء الله قمر زمان کائره سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔