ا??لا?? آباد 20اپرېل(اے پی پی)د ??ور??يو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله خان د شورو په ورځ د ??ور??يو چارو په وزارت كښې د وزارت او ذيلي محكمو په اړه د بريفنګ اغستو راجوړې كړې غونډې مشري وكړه۔د ??ور??يو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې داخله سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر داخله وزير ته د وزارت چارو او د هېواد د داخلي ??لا??تيا په صورتحال هم بريفنګ وركړو۔ دغسې داخله سېكرټري وفاقي وزير په وزارت كښې د روانو بېلو پرمختيائي او اولسي آسانيو منصوبو په اړه خبر كړو۔د ??ور??يو چارو وزير په هېواد كښې د تل پاتې امن په اړه د موثر اقداماتو لپاره د وزارت چارواكو ته سپارشتنې وګرې ۔داخله وزير د وفاق او صوبائي حكومتونو تر??ين??ه د امن او امان په اړه د كوآرډينېشن مېكنزم جوړولو هدايت هم وكړو۔ده امر وكړو چې د اولس ځان او مال تحفظ باوري كړئ ۔ده ووئيل د پاكستان آئين د رائے اظهار آزادۍ ته بشپړ تحفظ وركوي٬په سوشل مېډيا د كوم هم وګړي سپكاوې به ونه زغملے شي۔ده هدايت وكړو چې د ګيلو ازالې لپاره دې اېف آئي اے سائبر كرائم ونګ زيات موثر او فعاله جوړ كړے شي ۔داخله وزير د انټرنېټ جرائم خاتمې لپاره د اېف آئي اے د عملې استعداد زياتولو هم هدايت وكړو۔ده ووئيل اولس لپاره دې په شناختي كارډ او پاسپورټ ترلاسه كولو كښې آسانۍ راپېدا كړی شي۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله خان په مشرۍ كښې د كورنيو چارو وزارت كښې د وزارت او ذيلي محكمو په اړه د بريفنګ اغستو غونډه
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی