اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د هېواد په تندۍ سره پرمختګ او په زرعي پېداوار كښې زياتوالي لپاره د جديد ټېكنالوجۍ خپلولو ضرورت دے٬پاكستان په معاشي توګه د يو قوي هېواد په توګه د رامخې ته كېدو لوي صلاحيتونه لري۔ده دا خبرې د په ايوان صدر كښې د لاهور چيمبر اف كامرس اېنډ انډسټريز د اچيومنټ ايوارډز دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي د لاهور چيمبر صدر نعمان كبير٬سماجي كاركنانو٬شتمندو ٬د چيمبر مشرانو او نورو مهمو شخصياتو ګډون كولو۔صدر مملكت تاجرانو ته ووئيل دوي دې په كاروباري او صنعتي څانګو كښې مېرمنو لپاره ښه ماحول راپېدا كړي چې دغسې د دوي د خپلو كورنيو مېرمنو سره سره نورې كار كوونكې مېرمنې هم د هېواد په كاروباري او اقتصادي څانګه كښې خپل كردار ترسره كولو لپاره ځان محفوظ وګڼي۔صدر مملكت په كاروباري چارو كښې د مېرمنو ګډون خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د مېرمنو د ګډون نه بغېر معاشي پرمختګ ممكن نه دے۔صدر مملكت مېرمنو ته ووئيل هغوي دې د حضرت خديجه رضي الله عنها په مثال عمل وكړي كومه چې يوه خپلواكه كاروباري او تاجر مېرمن وه۔په دې موقع د لاهور چيمبر صدر د صدر مملكت مننه وكړه او وې وئېل چيمبر د هېواد د تاجرانو فعاله تنظيم دے۔په دې موقع د لاهور چيمبر د 100 كاله په ترسره كېدو يو دستاويزي فلم هم وښودلے شو۔د دې څخه وړاندې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په ځانګړې كاركردګۍ نومولو شوو شخصيات ته ايوارډونه وركړل۔
هېواد كښې په تندۍ سره پرمختګ او زرعي پېداوار كښې زياتوالي لپاره د جديد ټېكنالوجۍ خپلولو ضرورت دے۔د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د لاهور چيمبر د اچيومنټ ايوارډز دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ