اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نوا?? شريف په شمالي وزيرستان كښې د بمي چاودنې سخته غندنه كړې ده په كومه كښې د چې د اېف سي درې اهلكار شهيدان شوي۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم غم جنو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې او دعا ئې وكړه چې لوي څښتن دې د ارواښادو درجې لوړې كړي۔ ده ووئيل د ترهګرې په ضد جنګ كښې د قېمتي انساني ځانونو ځاڼكړې قربانې به تل يا?? ساتلې شي كومې چې د قامي تاريخ مهمه برخه ده۔ ده ووئيل شهيدانو د وطن حفاظت لپاره خپل ځانونه قربان كړي ۔ د دوي قربانې ځانګرې دي٬ مونږ به د قام په حېث د خپل هېواد دښمنانو په ضد جنګ كښې د قانون نافذ كوونكو ادارو د مېړنو اهلكارو كردار تل يا?? ساتو۔ وزيراعظم ووئيل د الله تعالٰي په فضل پاكستان په ټول هېواد كښې د ترهګرو ملا ماته كړې او د ترهګرې ناسور ئې ختم كړے۔ ده ووئيل مونږ دا جنګ ګټلې او د الله تعالٰي په فضل پاتې ترهګر به زر له مينځه يوړلې شي ۔ وزيراعظم ووئيل دا ټولې كاميابې زمونږ د نرانو او پرعزم ځواكونو په سو?? ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل مونږ د قام په حېث د خپل پوځ فريضې لپاره په قربانو وركولو سلام كوو
د ترهګرې په ضد جنګ كښې د قېمتي انساني ځانونو ځانګرې قربانې به تل ياد ساتلې شي
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر