اسلام آباد۔21اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظؔم عمران خان وئيلي دي ځوان كول د اسلامي تاریخ نه خبرولو له به عصري رسنې كارول وي او د روايتي موضوعاتو نه لرې په تاريخي كيسو اساس لرونكې ډرامې او فلمونه به جوړول وي۔ ?? دې خيالاتو څرګندونه هغه فلمساز شهزاد نواز، ترک پروډیوسر اېمرے کونُک، سید جنېد علی شاہ او ډاكټر كاشف سره خبرو كښې وكړه كومو چې وزيراعظم سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل صلاح الدين ايوبي يو داسې كردار ??ې د كوم چې لوئيديز هم مثالونه وركوي٬هغه د بېت المقدس تاريخي فتحې نه وروستو د عامې معافۍ اعلان وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د صلاح الدین ایوبي په ژوند سيريز به ځوانانو ته د دې تاريخي كردار په اړه پوهاوې وركړي۔ په ملاقات كښې وزيراعظم د پاكستان او تركيه ترمينځه د صلاح الدين سيريز ګډې منصوبې تفصيلاتو څخه خبر كړې شو۔ په سيريز منصوبه بندي ترسره شوې او د دې شوټ??ګ به راروان كال اپرېل كښې پېل كړې شي۔
ځوان كول د اسلامي تاریخ نه خبرولو له به عصري رسنې كارول وي٬ د صلاح الدین ایوبي په ژوند سيريز به ځوانانو ته د دې تاريخي كردار په اړه پوهاوې وركړي٬ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : bolão quina