اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) د ??ېن??ټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په كېچ بلوچستان كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترسره شوي ترهګر بريد سخته غندنه كړې ده۔ د ??ېن??ټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان لمخې د ??ېن??ټ چيئرمېن د ترهګرو بريد په نتيجه كښې د امنيتي ځواكونو د شهيد شويو اهلكارو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ هغه ووئيل ګران هېواد لپاره خپل ځانونه قربان كوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ هغه ووئيل شر خوښي عناصر د پاكستان د پرمختګ او استحكام په ضد دي٬ د هېواد دفاع او امن په ځائې كولو له د دې خاورې د ځامنو قربانۍ به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ هغه ووئيل هېواد دښمنه عناصر به هېڅكله په خپلو مقصدونو كښې كامياب نه شي او د ترهګرۍ خاتمې له به هڅې روانې ساتلې شي۔ د ??ېن??ټ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي ٬ په ??ېن??ټ كښې د حكومتي ډلې مشر ??ېن??ټر شهزاد وسيم او د مخالفې ډلې مشر سيد يوسف رضا ګېلان?? هم په امنيتي ځواك ترسره شوې ترهګر بريد غندلو سره د دې په نتيجه كښې د شهيد شويو اهلكارو لوړو درجو له دعا وكړه
محمد صادق سنجراني په كېچ كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته ترسره شوې بريد وغندلو
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ