اسلام آباد۔21فروری(اے پی پی) د المان خارجه وزيرې اينالينا بېرباك خپل پاكستاني همڅنګ مخدوم شاه محمود قرېشي سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د ګل په ??رځ د خارجه دفتر وياند لمخې دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو په شمول په ??همو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وك??ه۔ خارجه وزير خپلې الماني همڅنګې ته د المان د خارجه وزيرې په حېث د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركولو سره ووئيل المان د پاكستان د قدر وړ پخوانې همكار دے۔ پاکستان المان سره په ??ولو اړخونو او په خاص توګه د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان او موسمياتي بدلون په څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا زياتول غواړي۔ خارجه وزير په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د نړيوالې ورورولۍ د هڅو په ??ړ كښې د پاكستان د ملاتړ پخلې وك??و۔ خارجه وزير افغانستان څخه غېر ملكي وګړو ويستلو په عمل كښې د پاكستان لخوا د وړاندې كړې شوې مرستې په اړه خبر كړو۔ هغه ووئيل پاكستان تر دې دمه د 90 زه نه زياتو كس??نو سره افغانستان نه د وتلو عمل كښې مرسته كړې ده۔ هغه ووئيل كه افغانستان كښې د زياتېدونكي بشري بحران مخه ونه نيولې شوه نو د دې به زيات منفي اغېز رامخې ته شي۔ خارجه وزير خپل المان همڅنګ سره د يوكرېن په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وك??ه۔ خارجه وزير هغه د هند لخوا د كال 2019 اګست مياشتې 5 مې نېټې څخه د هند د غېر قانوني كارروايو او د بشري حقونو خلف وزيو په اړه هم خبر كړو۔ د المان خارجه وزيرې اینالینا بېرباک افغانستان څخه د ويستلو په عمل كښې د پاكستان مرسته وستائله او په دې لړ كښې يۍ پرله پسې د پاكستان ملاتړ كولو له د خپل لوظ پخلې وك??و۔ خارجه وزير خپلې الماني هڅمنګې ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او المان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په ??وعيت د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې لا زيا??ول?? له د خپل لوظ پخلې وك??و۔
د المان خارجه وزيرې اينالينا بېرباك خپل پاكستاني همڅنګ مخدوم شاه محمود قرېشي سره ټېلېفوني تماس٬ د دوه اړخيزه اړيكو په شمول په مهمو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔