تهران 22 فروري(اے پي پي)د وزیراعظم د خا??جه چارو صلاحكار سرتاج عزیز د ایران دفاع وزير او لاجسټكس جنرال حسېن دهګان سره ليدلي دي ۔ په دې موقع د دفاع سېكتر لېفټېننټ جنرال (ر) ضمير الحسن شاه هم خا??جه صلاحكار سره ملګرې ٶه۔ د پاك ايران پولو په دواړو اړخو امنيت ټينګولو له دګامونو پورته كولو جاج واخستې شو او په دې خبره سلا راغله چې د سرحدي امنيتي كمېسون غونډه به زر راوبللې شي دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې ترهه ګر او قاچاقبر په دواړو هېوادونو كښې كاروائۍ ??نه كړې شي ۔په دې موقع د ګبد رمضان او من پشين دوه اضافي پوستو د جوړولو په پېشرفت هم خبرې وشوې۔ سرتاج عزیز د تهران تږ په مهال د ايران خا??جه وزير جواد ظريف سره هم ملاقات كړې او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو په خا?? توګه د افغانستان د وضعې ئې هم جاج اخستې۔ د دې نه روستو د ايران خا??جه وزير د سرتاج عزيز په درناوي كښې د ماسختن ميلمستيا هم وركړه۔
سرتاج عزیز د ایران دفاع وزير او لاجسټكس جنرال حسېن دهګان سره وليدل
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی