اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوی سره د برونائی دارالسلام موده تر سره كونكي هائی کمشنر بریګیډیئر جنرل (ر) محمود سیدین د شورو په ورځ د مخه ښې ملاقات كړے۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې صدر د پاکستان او برونائی دارالسلام ترمينځه تجارتي او معاشي اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي بايد دواړه هېوادونه شريكې ګټې لپاره معاشی او تجارتی اړيكې متنوع كړي۔ده ووئيل پاکستان او د برونائی دارالسلام اړيكي په شريكو اقدارو ، مذهب او نړيوال امن او استحکام لپاره په شريكو خواهشاتو اډانه دي، پاکستان كښې د زراعت څانګه مستحکمه ده او برونائی په دې څانګه كښې د پاکستان د تجربې څخه ګټه پورته كولې شي۔ صدر د پاك برونائی انویسټمنټ کمپنۍ د پاکستان معاشی پرمختګ كښې په مهم کردار د اطمینان څرګندونه وكړه۔ صدر د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشی اړيكو ته د ودې وركولو او مرسته لا مستحکمولو كښې د موده تر سره كونكې هائی کمشنر خذمات وستائل۔دغسې صدر عوامې رابطو ته د ودې وركولو او د كلتوري تبادلو په حاجت زور راوړو۔
صدر ډاكټر عارف علوي سره د برونائی دارالسلام موده پوره تر سره كونكې هائی کمشنر د مخه ښې ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ